نړیوال بازار کښې نن بیا د خام تیلو بیعه راټیټه شوې ده

0
188

باغی ټي وي رپورټ
په نړیوال بازار کې د خامو تېلو بیې لا هم راټیټیږي او نن د یوه بېرل بیې له څلور ډالرو زیاتې راښکته شوې دي.

د برتانيې خبري اژانس رويټرز د راپور له مخې، د برتانيې د خامو تېلو برينټ خام تېلو بيه د يو بېرل په مقابل کې له ۴.۳۵ ډالرو څخه ۹۳.۸۰ ډالرو ته راټيټه شوې ده.

د متحده ایالاتو د خام تیلو بیه د ویسټ ټیکساس انټرمیډیټ بیه د 4.23 ډالرو په ارزښت 87.86 ډالر فی بیرل ته راښکته شوه.

د امریکا د خامو تیلو بیه ۵.۲ سلنه راښکته شوه چې ۸۷ ډالرو ته په هر بیرل کې راښکته شوه

د برینټ تیلو بیه هم د یو بیرل 5 فیصدو نه 93 ډالرو ته راټیټه شوې ده
دا خبره هم د یادونې ده چې نن پاکستانۍ روپۍ د ډالر په مقابله کښې بیان قوي شوې ده او نن په انټربینک او ازاد بازار کې ډالر ارزانه شوی دی.

چې نن په انټربینک کاروبار په پای کې د ډالر نرخ 213.98 روپۍ وو.

په ازاد بازار کې د ډالر بیه د ۳ روپو نه ۲۱۰ روپو پورې ارزانه شوې ده.

تر دې دمه د اګست په میاشت کې انټربینک کې ډالر د 25 روپو 96 پیسو پورې ارزانه شوي دي. د روان کال د اپریل او جولای ترمنځ، ډالر په سلو کې 33 ګران شوي.

د اپریل له لومړۍ نیټې څخه د اګست تر 15 پورې، ډالر په سلو کې 16 ګران شوي دي.
دا خبره هم مهمه ده چې پاکستان کښې د تیلو نرخ هم په ځای ولاړ دي او حکومت اعلان کړې دې چې دوی د تیلو بیعې نه لوړوي.

نور خبرونه

شیخ رشید هم لندن ته کډه بار کړه

له هند څخه یوه الوتکه کراچۍ ته راغلې، د کراچۍ څخه ی ۱۲ مسافر دوبۍ ته رسولي دي

Leave a reply