خبریال آیاز امیر خپله مقدمه او مبارزه په خپله کولو اعلان کړې دې

0
51

باغی ټي وي ربورټ
د خپل زوی شهاهنواز له خوا د انږور د وژنې په قضیه کې د تحقیقاتو لپاره نیول شوي سینئیر خبریال ایاز امیر د خپلې مقدمې په خپله مبارزه کولو اعلان کړی دی.

ایاز امیر یو ورځنی جسماني ریمانډ ختمیدو نه پس عدالت ته وړاندې کړے شو.

عدالت ته د حاضرېدو په موقع اياز امير وويل چې خپله مقدمه به پخپله وجنگوي، هغه د پېښې په وخت چکوال کې ؤ او د پېښې رپورټ يې پخپله اسلام اباد پوليس ته کړی وو.

تورن ایاز امیر وویل چې آی جي حاضر نه وو نو ایس پي ته خبر ورکړل شو، زه اندیښمن وم چې په پیښه کې به بل څوک ټپي نشي.

دغه سينير خبريال زياته کړه چې که په ما تور لګوي نو يو څه ثبوت راکړئ، زما په ضد هيڅ نشته، کله چې په ټولنه کې داسې پېښې کيږي نو د جرم منظر بدليږي، پوليس مقدمه درج کړې او زه په ټوله پلټنه کې يم. ياده دي وي چي تيره ورځ د اسلام آباد ايډيشنل سيشن کورټ د خپل زوي شاهنور د قتل په تور نيولي شوي سينئر صحافي اياز امير په يو ورځني جسماني ريمانډ پوليس ته حواله کړې وو.

نور خبرونه

د خبریال آیاز امیر د انږور قتل، په ټویټر عام اولس د ساره په قتل غصه څرګنده کړې ده، د ساره لپاره ی د انصاف غوښتنه کړې ده

د آیاز امیر ځوی شاهنواز د خپلې میرمن د قتل وحشت څخه ډکه قیصه، څنګه ی هغه قتل کړه؟ ساره کاناډایی وه، په دوبۍ کښې ی کاروبار کولو، وس غوښتل پاکستان کښې ژوند وکړي

د آیاز امیر د انږور قتل، د اسلام آباد پولیسو آیاز امیر هم نیولې دې

پخوانۍ دو میرمنو هم شاهنواز په کور کښې د جنجالونو او جګړو کولو له وجهې پریښودې وو، آیاز امیر ځوی شاهنواز په اړه نور معلومات مخې ته راغلي دي

Leave a reply