پخوانۍ دو میرمنو هم شاهنواز په کور کښې د جنجالونو او جګړو کولو له وجهې پریښودې وو، آیاز امیر ځوی شاهنواز په اړه نور معلومات مخې ته راغلي دي

0
61

باغی ټي وي رپورټ
د سينئر خبريال اياز امير د زوي شاهنواز په اړه نوي معلومات مخې ته راغلي چې خپله مېرمن يې وژلې ده.

د زرائعو ترمخه ملزم شاهنواز او قتل شوې ساره د جولائي په اتلسمه نيټه چکوال کښې واده کړې وو، ملزم شاهنواز هيڅ قسمه کاروبار او نوکري نه کوله او د وراثت د دوکانونو په کرايه ژوند کولو۔
د سرچينې په وينا، د تورن شاهنواز لومړۍ مېرمن له واده څو ورځې وروسته بېله شوه، په داسې حال کې چې د شاهنواز دويمې مېرمنې هم له واده شپږ مياشتې وروسته له هغه سره جلا شوه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، شاهنواز په او ليول کې د پرله پسې ناکامۍ له امله خپلې زده کړې نيمګړې پرېښې وې او د لومړيو دوو مېرمنو له خوا د تورن شاهنواز د پرېښودو لامل کورنى تاوتريخوالى او شخړې وې.

سرچینې زیاتوي، چې په دې وروستیو کې د وژل شوې سارا کورنۍ ته د هغې د واده خبر ورسېد، چې د دواړو کورنیو کې د وژل شوې سارا او شاهنواز رسمي واده کولو مراسمو په اړه هم خبرې روانې وې.
له بلې خوا سرچينې وايي، چې د وژل شوې سارا پلار به نن شپه له کاناډا څخه پاکستان ته ورسېږي، جسد به يې د وژل شوې سارا تر ښخولو پورې د پولي کلينيک په سړه خونه کې پاتې وي.

ياده دې وي چې د اياز امير زوي شاهنواز دوه ورځې وړاندې د اسلام اباد په چک شهزاد سيمه کې خپله مېرمن سارا وژلې وه.
تيره ورځ عدالت شاهنواز د دوه ورځو جسماني ريمانډ باندي پوليس ته حواله کړے وو ولي پوليس سينئر صحافي اياز امير هم د تحقيقاتو لپاره نيولي دې۔
نور خبرونه

د آیاز امیر د انږور قتل، د اسلام آباد پولیسو آیاز امیر هم نیولې دې

د آیاز امیر ځوی شاهنواز د خپلې میرمن د قتل وحشت څخه ډکه قیصه، څنګه ی هغه قتل کړه؟ ساره کاناډایی وه، په دوبۍ کښې ی کاروبار کولو، وس غوښتل پاکستان کښې ژوند وکړي

د ایاز امیر زوی شاهنواز خپله ۳۷ کلنه مېرمن سارا ووژله

د آیاز امیر د انږور قتل، د اسلام آباد پولیسو آیاز امیر هم نیولې دې

Leave a reply