باید مونږ ضد پریږدو ، په هیواد کښې باید پاکې او آزادې ټاکنې ترسره شی: پخواني وفاقی وزیر چوهدري

0
57

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مشر فواد چوهدري د وزیراعظم د دفتر د ډیټا په اړه خپل نظر څرګند کړی چې په ډارک ویب کې د خرڅلاو لپاره وړاندې کیږي.

په ټوېټر خپل يو پېغام کښې فواد چوهدري ليکلي دي چې د وزيراعظم د دفتر ډيټا په ډارک ويب باندې د خرڅولو لپاره وړاندې کړې شوې دا د سائبر سيکيورټي حالت ښيي، دا زمونږ د استخباراتي ادارو په تېره بيا د آئي بي سي لويه ناکامي ده.
پخواني وفاقي وزير وويل چې د سياست نه علاوه په امنيتي چارو او خارجه چارو خبرې کول اوس د هر چا په لاس کې دي.
بل لوري ته د عوامي مسلم ليګ مشر شيخ رشيد هم په ټويټ کې د وزيراعظم د ادعا شوي آډيو ليک په اړه نيوکه کړې ده.

د کورنیو چارو پخوانی وزیر وايي، له اسراییلو سره د اړیکو او هند سره د سوداګرۍ مثال د شهباز شریف په آډیو لیک کې راغلې ده.

شیخ رشید وویل چې سیاستوال د عامو خلکو په ستونزو نه پوهیږي، یوازې د میډیا لوبه ده، سپټمبر غمجن دی او مهمې پریکړې به په اکتوبر کې کیږي.

نوموړي زیاته کړې، چې د حالاتو غوښتنو ته په کتو د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند هم د ټاکنیز کمپاین لپاره روان دی، که سیاسي مبارزه نوره هم اوږده شي، نو د غریبو حالت به نور هم خراب شي، اقتصادي حالت به همداسې وي. که څوک دې اولس ته غږ هم ونه کړي نو دا خلک سړکونو ته راووځي .
فواد چوهدري اوویل چې د پاکو او رڼو ټاکنو لپاره باید ژر تر ژره پرېکړه وشي، هغه اوویل چې باید مونږ ضد پریږدوی او پاکې ټاکنې وکړو.
نور خبرونه

د آیاز امیر د انږور قتل، د اسلام آباد پولیسو آیاز امیر هم نیولې دې

سندهه کښې د یو سیلاب خپلې میرمن دوه غبرګوني ماشومان د درملنې د نیشتوالي له امله مړه شوي دي

د پی ډي ایم ویاند حافظ حمدالله په اولس مشر عارف علوي نیوکې کړي، وایی چې د فوځ سرلښکر په اړه د هغه بیان د قانون څخه انحراف دې

Leave a reply