د پی ډي ایم ویاند حافظ حمدالله په اولس مشر عارف علوي نیوکې کړي، وایی چې د فوځ سرلښکر په اړه د هغه بیان د قانون څخه انحراف دې

0
188

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان ډیموکریټک موومینټ (PDM) ویاند حافظ حمدالله وايي، د پوځ د مشر د ټاکلو په اړه د ولسمشر عارف علوي وړاندیز له اساسي قانون او قانون څخه ښکاره انحراف دی.

د پوځ د نوي مشر د ټاکلو په اړه د ولسمشر عارف علوي د وړانديز په ځواب کې د پي ډي ايم وياند حافظ حمدالله وويل، هغه مني چې د پوځ د نوي مشر ټاکل مهم دي، خو په دې اړه د ولسمشر عارف علوي وړانديز له اساسي قانون څخه ښکاره انحراف دى.
هغه وویل، یوازې یوه اجماع شته چې ګمارنه باید د اساسي قانون او له جوړې شوې کړنلارې سره سم وي، هغه زیاته کړه چې د اساسي قانون او معقولې پروسې خلاف د هر ډول وړاندیز دوی په بشپړه توګه ردوي.
حافظ حمدالله وویل، سترې محکمې د سوري رولنګ اوفایز عیسی په قضاوتونو کې تاسو ته آیین ماتوونکې او بې ایمان ویلي دي. هغه اوویل چې یو تصدیق شوی غیرقانوني او بې ایمانه ولسمشر د مهمو ګومارنو سپارښتنه نه شي کولی.
یاده دي وي چي تيره ورځ صدر عارف علوي په يو بيان کښي وئيلي وو چي د آرمي چيف ټاکنه يوه مهمه مسله ده او باید چې په دې باندې هر څوک راضي وی چې ټاکنه ی ترسره شي.

دوی وايي چې د ولسمشر له وړاندیز څخه داسې ښکاري چې هغه د عمران سیاست ته وفادار دی نه ریاست ته.د عمران سیاست ته وفاداري د ولسمشر علوي مجبوریت دی، نو باید د ولسمشر له دندې ګوښه شي . ویاند اوویل چې د اولس مشر وړاندیز یوه ناپاکه هڅه ده چې یوه مهمه څوکۍ لانجمنه کړي.

نور خبرونه

د ضلع خیبر په وادي تیرا کښې د الوتکو بمبارۍ خبرونه بې بنیاده او جعلي دي: ځایی اوسیدونکي

پخوانۍ د خزانې وزیر اسحاق ډار واپس پاکستان ته راځي د نهې په ورځ به د مالیی وزیر په توکه دنده پیل کړي

Leave a reply