پاکستان تحریک انصاف د ۵۰ پنځوسو لکو کورونو جوړولو اعلان کړې وو، یو کور ی هم جوړ نه کړو: سیراج الحق

باغی ټي وي رپورټ
د جماعت اسلامي امير سراج الحق وئيلي دي چي پي ټي آئي د پنځه لاکه کورونو جوړولو وعده کړي وه ولي يو کور ی هم نه دي جوړ کړې.
هغه د پاکستان تحریک انصاف په مشر عمران خان نیوکه وکړه او ویې ویل چې د هغه سیمه میانوالی هم سیلاب ځپلې ده او هغه یو ځل هم میانوالی ته نه دی تللی.
سراج الحق اوويل چې زمونږ ملک د لويې مقدمې سره مخامخ دے خو د متاثرينو هيڅ پروا نه کوي، د يو ليډر ستونزه او غوښتنه داده چې آرمي چيف دې د هغوي په خوښه راشي، بل اړخ واله غواړي او دا ستونزه ده چې دوی په نیب کښې د خپل ځانونو په ضد دوسیی ختمې کړي.
ده ووئيل منافعي اقتصاد، کرپشن او بد انتظامي د پاكستان د تباهۍ لاملونه دي، ولس د سېلاب په مهال د متاثرينو لپاره كومه جذبه ښودلې هغه بې مثاله ده۔
د جماعت اسلامي امير وويل، دا ثابته شوې چې که هېوادد وړ او صادقه مشرنو په لاس کښې راشي نو دا ملت به ستر او د نړۍ رهبري وکړي.
نور خبرونه
د پاکستان تحریک انصاف مشر د عمران خان په وکیل هم سختې نیوکې کړي






