د وزیراعظم شهباز شریف د ملګري ملتونو په عمومي غونډه کښې ګډون، نور مهمو د نړۍ شخصیتونو سره ی هم لیدنې کړي دي

وزریراعظم شهباز شریف او وزیر خارجه انتوني بلنکن سره خبرې کوي: فوټو اې پي پي
باغی ټي وي رپورټ
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۷۷مې غونډې په دويمه ورځ هم وزيراعظم شهباز شريف د نړۍ له مهمو مشرانو سره ليدلي دي.
وزيراعظم شهباز شريف د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د مشر چابا کروشي سره ملاقات وكړو۔
د غونډې په موقع وزيراعظم شهباز شريف د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل كښې د هراړخيزه اصلاحاتو په اهميت ټينګار وكړو او وئيلي ئې دي چې د شفافو، مشاورتي او رغنده بين الحکومتي مذاكراتو جاري ساتلو ضرورت دې چې د ټولو غړو هېوادونو موقف او توقعات پوره شي۔ پوره شي..
وزيراعظم شهباز شريف د غونډې مشر ته د جمو او كشمير د شخړې، افغانستان او اسلاموفوبيا پشمول د پاكستان د ترجيحي مسلو په اړه هم بريفنګ وركړو۔
د ملاقات په موقع د وزيراعظم شهباز شريف او د امريكې خارجه وزير انتوني بلينكن ترمينځه ليدنه هم وشوه۔
د ملاقات په مهال د امريكې خارجه وزير انتوني بلينكن د سېلاب له وجې په شوې زيان د افسوس څرګندونه وكړه او وې ويل چې امريكا په دې سخت وخت كښې د پاكستان سره ولاړه ده۔
وزيراعظم شهباز شريف د امريکې د ماحولياتو وزير جان کيري سره هم وليدل چې پکښې دواړو مشرانو د موسمي بدلون په منفي اثراتو او د سيلابونو په آفتونو خبرې اترې وکړې۔
جان کري د پاکستان له حکومت او خلکو سره د پیوستون په څرګندولو سره د سېلابونو له امله د ورپېښو ننګونو سره د مبارزې په برخه کې د امریکا پر همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل چې امریکا له پاکستان سره د بنسټیزو تاسیساتو په بیارغونه کې همکارۍ ته چمتو ده.
دواړو مشرانو موافقه وکړه چې د اقلیم د بدلون او د انرژۍ په مسلو خبرې اترې جاري وساتي.
وزيراعظم د موسمي بدلون سره د مقابلې په لړ كښې د بائيډن انتظاميې د کردار ستائنه وكړه او د سېلاب ځپلو لپاره د امريكې د مرستې مننه يې وكړه۔
د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ غونډې په څنډه كښې وزيراعظم شهباز شريف سره د نړيوال بانك صدر ډېوېډ مالپاس ملاقات وكړو په كوم كښې چې د نړيوال بانك صدر د پاكستان اقتصادي پرمختګ كښې د نړيوال بانك مرستې په اړه خبرې وكړې۔
نور خبرونه
پاکستان دا وخت د نړۍ مرستو ته اړتیا لري: د امریکا اولس مشر د ملګري ملتونو عمومي غونډې ته وینا
عمران خان به نن د عدالت له لوري ښځینه قاضڼې ته د ګواښ کوولو په تو رکښې تورن شي






