پاکستان دا وخت د نړۍ مرستو ته اړتیا لري: د امریکا اولس مشر د ملګري ملتونو عمومي غونډې ته وینا

باغی ټي وي رپورټ
دامریکا ولسمشر جوبایډن د ملګرو
ملتونو په عمومي غونډه کې په پاکستان کې د سیلابونو په اړه د نړۍ د مرستو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې د پاکستان یوه لویه برخه د سیلابونو له امله تر اوبو لاندې ده او پاکستان دا مهال د نړۍ مرستو ته اړتیا لري.
هغه وویل چې انسانیت باید د چاپیریال د بدلون قیمت ادا کړي.
د روسیې په اړه امریکايي ولسمشر وویل چې روسیې په بې شرمۍ سره پر اوکراین برید وکړ، نن ولسمشر پوتین پر اروپا د اټومي برید ګواښ وکړ، پوتین ادعا کوي چې روسیه په خطر کې ده، خو روسیه په هېڅ خطر کې نه وه.
هغه وویل چې امریکا د روسیې او اوکراین د جګړې د سمدستي پای ته رسیدو غوښتونکې ده او د روسیې د تیري په وړاندې د اوکراین او د هغه د خلکو ترڅنګ ولاړه ده.
د چین په اړه جوبایډن وویل چې امریکا د تایوان په تنګي کې سوله او ثبات غواړي، امریکا له چین سره کومه شخړه یا سړه جګړه نه غواړي.
ياده دې وي چې سېلابونو د پاکستان هېواد په څلورو واړو صوبو او په خاصه توګه سندهه کې تباهۍ کړې او په لکونو خلک بې کوره شوي او تر زرو زيات کسان وژل شوي دي.
د سختو سېلابونو له امله د هېواد اقتصاد ته لږ تر لږه لس میلیارده ډالره زیان اوښتی او ملګرو ملتونو هم د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.






