عمران خان به نن د عدالت له لوري ښځینه قاضڼې ته د ګواښ کوولو په تو رکښې تورن شي
باغی ټي وي رپورټ
د تحریک انصاف مشر عمران خان به نن د یوې زنانه جج ته د ګواښلو په تور د عدالت د توهین په مقدمه کې تورن شي.
د عمران خان د اسلام آباد هائي کورټ حاضري په اړه د پوليس سيکيورټي حکم جاري کړے شوے دے او د ننني پيشي لپاره د دوه ايس پيز په شمول 710 افسران او پرسونل ګمارل شوي دي، د سيف سټي کيمرې په مرسته به د هائي کورټ شاوخوا څارنه کيږي۔
د اسلام آباد هائي کورټ دننه د سيکورټي انتظاماتو ذمه واري به سيکيورټي ډويژن په غاړه وي، د اسلام آباد هائي کورټ دننه به ايف سي او رينجرز اهلکار هم تعینات وي۔
د سکيورټي حکم له مخې د محکمې د بام نه علاوه به ټول افسران او پرسونل بې وسلې وي، ايس ايس پي اپريشنز جميل ظفر به د هائي کورټ بهر د امنيت ذمه واري وي او په ډيوټي کښې موجود هيڅ اهلکار به موبائيل فون نه استعمالوي۔
د وایرلیس کارول به د وظیفې لپاره وي او غیر ضروري کارول به د ډیپارټمنټ عمل سره مخ شي.
د اسلام اباد هائي کورټ شاوخوا سړک په ازغن تارونو بند کړی شوی دی، د 500 لنډ رینج او 500 اوږد رینج بکتر بند ګاړي به د اوښکې بهونکي ګیس مرمۍ او شیلنگ سره موجود وي. د دې تر څنګ به ۳ زره مرمۍ او موټر د پولیسو په لیکو کې چمتو ولاړ وي.
نور خبرونه
اسلام آباد هایی کورټ کښې د شهباز شریف د ۷۲ غړیو کابینه په ضد درخواست جمع شوې دې
پولیسو پیښور کښې هغه تورن تن نیولې دې چې په نرښځیانو ی ډزې کړې وې