پولیسو پیښور کښې هغه تورن تن نیولې دې چې په نرښځیانو ی ډزې کړې وې

باغی ټي وي رپورټ
پيښور کښي پوليس د نرښځيانو په ګاډي باندي ډزي کونکي مهم ملزم نيولي دي۔د پاړه پور پوليس سټيشن نن لس ورځي پس په پيښه کښي ککړ اصلي ملزم ګرفتار کړے دے ولي دوه نور ملزمان ئي نه دي نيولي۔
په پېښه کې ښکېل درې واړه تورن کسان دي او په بېلابېلو قضيو کې پوليسو ته مطلوب دي. پوليس ترمخه ملزم اعجاز هم هشت نګري پوليس سټيشن ته د قتل په مقدمه کښې مطلوب وو او د ستمبر په 11مه نيټه د رينګ روډ کبوتر چوک سره نزدې د موسيقۍ کنسرټ نه د واپسۍ په مهال دري ملزمانو د ډرائيور پشمول څلور زنانه په ډزو وژلي او ژوبل کړي دي۔
په پېښه کې ټپي شوې د مشهورې او پېژندل شوې خوجۍ ماهین عرف دولفن ایان په شکایت د سپټمبر په ۱۱مه په پهاړي پوره پولیس سټیشن کې مقدمه درج شوې وه، چې له مخې یې نرښځې ډولفن ا د خپلو ۳ ملګرو امجد علي نينا، ظهور عرف شينا، شايان عرف حسينه او ډرائيور فيضان ټپیان شوې وه. دا نرښځینان د درې ملزمانو اعجاز، نعمان او موجي په ډزو ژوبل شوي وو.
د پولیسو په وینا، تورن کسانو په نرښځیانو د رعب لپاره دې څخه وړاندې هم دوی ته ګوښونه ورکړي وو.
بل خوا د يوې شخصي فلاحي ادارې د رپورټ ترمخه سږ کال په خېبرپښتونخوا کې په نرښځيانو باندې 21 بریدونه شوي چې په نتيجه کې يې شپږ نرښځیان مړه شوي دي.
په راپور کې راغلي چې له ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې په صوبه کې پر نرښځیانو ۹۱ بریدونه شوي چې په ترڅ کې یې ۶۸ نرښځیان وژل شوي دي.






