د پاکستان تحریک انصاف مشر د عمران خان په وکیل هم سختې نیوکې کړي

0
201

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مشر فواد چوهدري د خپل ګوند د مشر عمران خان پر وکیل حامد خان سختې نیوکې کړي دي.

د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس اطهر من الله په مشرۍ کښې د زنانه جج ته د ګواښلو په ضد د عدالت د توهين مقدمې اورېدنه به نن کيږي۔

عمران خان نه په عدالت کې بښنه وغوښته او نه يې هم په ليکلي ځواب کې د عدالت له خوا د موقع په ورکولو سره د بښنې يادونه وکړه.
د اسلام اباد هائي کورټ پينځه کسيزه بينچ د عمران خان جواب د قناعت وړ نه ښودلو سره د فرد جرم لګولو فيصله کړې وه۔

د اوريدنې په مهال چې کله ايډوکيټ جنرل جهانګير جدون وويل فواد چوهدري وئيلي دي چې چيف جسټس دې بښنه وغواړي نو حامد خان په ځواب کې وويل چې مونږ د فواد چوهدري د بيان سره هيڅ تعلق نه لرو او نۀ هم کيدى شي.
وس فواد چوهدري د عمران خان پر وکيل حامد خان هم بريد کړی او ويلي يې دي، چې يو وکيل د محکمې دروند بار پر اوږو اچولی، عمران خان يې غږ نه اوري، خبره د قاضيانو او د عدالت د سپکاوي تورن کس تر منځ ولاړه ده.

فواد چوهدري حامد خان ډمي بللی او ججانو ته يې د عمران خان احترام کولو مشوره ورکړې ده.

Leave a reply