د ملګري ملتونو په عمومي غونډه کښې ددې سازمان عمومي مرستیال د پاکستان نامه درې ځل واخسته : وزیراعظم شهبا شریف

د نړۍ هیوادونو مشرانو سره مې ګټورې لیدنې وکړي: شهباز شریف
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف چې د ملګرو ملتونو د ۷۷مې عمومي غونډې په درشل کې په نیویارک کې دی، ویلي دي چې د نړۍ له مشرانو سره یې لیدنې ډېرې هڅونکې وې.
په نيويارک کې جيو نيوز سره خبرو کې دپاکستان وزيراعظم وويل دسيلابونو له امله پاکستان کې تر ټولو بده تباهي راغلې ده، دملګ هغه وويل چې سيکرټري جنرل پاکستان سره پيوستون څرگند کړى دى.
ده ووئيل د نړۍ مشرانو سره ملاقاتونه ډېر هڅونكې شوي دي٬ د كشمير په اړه به هم د جنرل اسمبلۍ د وينا برخه وي۔
ياده دې وي چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۷۷مې غونډې په موقع وزيراعظم شهباز شريف چې په نيويارک کې دی د نړۍ له مشرانو سره يې مهمې ليدنې کړي دي.
رو ملتونو سيکرټري جنرل دسيلاونو په اړوند درې ځله دپاکستان يادونه وکړه.
وزيراعظم شهباز شريف د ملګرو ملتونو سيكرټري جنرل انتونيو ګوتريس، د فرانس اولس مشر امانوئل ماكرون او د ايران اولس مشر سيد ابراهيم رئيسي سره د وفدونو په كچه ملاقات كړے۔
وزيراعظم شهباز شريف د كابينې غړو سره د هسپانيا وزيراعظم، د نيوزي لېنډ هم منصب جسينډا آرډرن، د آسټريا وفاقي چانسلر كارل نهمر سره هم ليدلي دي۔
ياده دې وي چې وزيراعظم به د ملګرو ملتونو د 77مې جنرل اسمبلۍ په موقع د امريكې اولس مشر جوبائډن پشمول د نړۍ د نورو مشرانو سره ملاقاتونه كوي۔د وزيراعظم شهباز شریف به عمومي اسمبلۍ غونډې ته د ستمبر په 23مه نېټه خپله وینا کوي.
نور خبرونه
د پاکستان تحریک انصاف مشر د عمران خان په وکیل هم سختې نیوکې کړي






