د عمران خان حکومت په بلین نامي سونامي ونو لګولو کښې د درې ملیارده روپيو څخه زیات رشوت او فساد موندل شوې دې

0
125

باغی ټي وي رپورټ
آډيټر جنرل آف پاکستان د تحريک انصاف د حکومت د لس اربه درختو سونامي منصوبې په درې کلنې پلټنو کښې د 3 ارب 4935 ملينو روپو نه زياتې جدي بې قاعدګۍ او بې نظمۍ موندلې دي.

د آډيټر جنرل لخوا د يو ارب 259 ملينو روپو خرچه مشکوکه او د 982.9 ملين روپو خرچه جعلي او جعلي بللې شوې ده او د ذمه دارانو خلاف د کارروائي تجويز هم ورکړے شوے دے۔
د راپورونو له مخې پلټونکو د یو ارب 25 کروړه 90 لاکه روپو لګښتونه مشکوک او د 98 کروړه 29 لاکه روپو لګښتونه فرضي او جعلي بللي دي. د یو ارب 25 کروړه 16 لک روپو لګښت غیرقانوني او غیر ضروري اعلان شوی دی.

په راپورونو کښې درغلي او د حقیقي لاسته راوړنو څخه پرته ډیر جعلي او بې بنیاده راپورونه ورکړل شوي دي.

د اسنادو له مخې، د پخوانۍ بلین ټر سونامي پروژې احاطې په مختلفو حلقو کې په 16,953 هکتاره ځمکه کې د 10 ملیارد ونو سونامي د برخې په توګه ښودل شوي چې له امله یې ملي خزانې ته 30.55 کروړه روپۍ زیان رسیدلی.

د رپورټونو ترمخه چترال، دیر کوهستان، لوئر دیر، ملاکنډ، کنهار واټرشیډ، اونهر واټرشیډ فاریسټ ډویژن کښي جعلي او زیاتي رپورټنګ شوي دي.
د پلټنې رپورټ کې د 15.53 کروړه روپو سمدستي ریکوری او د ذمه وار کسانو په ضد د لوړې کچې تحقیقاتو سپارښتنه شوې پداسې حال کې چې د کمانډ ټوله سلسله د تاوان لپاره مسؤلیت لري او د افشا کولو سپارښتنه شوې ده.

نور خبرونه

د پیښور عدالت پخوانۍ وزیراعظم ۲۰۰۰ دوه زره روپۍ جرمانه کړې دې

د سپریم کورټ د اې ۶۳ په اړه پریکه د آیین خلاف ورزي ده

Home Page 6

سپریم کورټ کښې د التوا د قضیو شمیر له 54 زره 134 څخه 50 زره 265 ته راټیټ شوی دی: د پاکستان چیف جسټس ، عمر عطا بندیال

د پاکستان داخله چارو وزیر رانا ثناالله ویلي دي که عدالت د عمران خان ضمانت رد کړي نو بیا د هغه نیول په قانوني توګه ضروري دي

Leave a reply