د سپریم کورټ د اې ۶۳ په اړه پریکه د آیین خلاف ورزي ده

باغی ټي وي رپورټ
د سپريم کورټ بار صدر احسن بهون وايي د 63A په اړوند مقدمه کې د سپريم کورټ فيصله د آئين خلاف ده.
د عدالتي کال د پرانستې دستورې ته په وينا کې د سپريم کورټ بار صدر احسن بهون وويل چې د رخصتيو باوجود سپريم کورټ کې د مقدمو اورېدنه وشوه، د چيف جسټس د اقداماتو له امله د مقدمو شمېر کم شوی خو په دې وخت کې قاضيان ستره محکمه کې د قاضیانو شمېر کم دی، د پنځو قاضیانو د نه ګمارلو له امله د عدالت د وړاندې کولو بهیر ټکنی شوی دی.
احسن بهون وويل، د اساسي قانون او ډيموکراسۍ پر ضد دسيسې په هېواد کې د بې نظمۍ لامل شوې او د لوړې قضايي قوې د کنټرول هڅه يو ځل بيا د واک په هوس کې شوې ده.
نوموړي پر ټولنيزو رسنيو د عدليې، قاضيانو او د هغوى د کورنيو د رول غندنه وکړه او ويې ويل چې د عدليې پر وړاندې هر ډول توهينونکې خبرې د زغم وړ نه دي، د عدليې رول ته بايد پام وشي.
د سپريم کورټ بار صدر احسن بهون وئيلي دي چې د آرټيکل 63A په اړه د سپريم کورټ فيصله د آئين خلاف ده، د آرټيکل 63A د فيصلې د اوريدو او د آرټيکل 183/3 مقدمو کې د اپيل کولو حق ورکولو لپاره دې يوه مکمله محکمه جوړه کړل شي.
نور خبرونه
کراچۍ کښې دوه ډاکوان ځوانانو اووژل، ډاکوانو څخه چې کومې پیسې بچ شوې،هغه پیسې ولاړو ښاریانو تښتولي دي
د فساد ضد ادارې د پاکستان تحریک انصاف ښځینه مشې شیرین مزاري په ضد د فساد مقدمه خارجه کړې ده





