د پاکستان تحریک انصاف پخوانۍ وزیر د زړه ناروغۍ له کبله په روغتون کښې بستر شوې دې

0
208

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر شفقت محمود د زړه د تکلیف له کبله په یوه شخصي روغتون کې بستر شوی دی.

د کورنۍ سرچينې وايي، چې د شفقت محمود به نن په يو شخصي روغتون کې انجيوګرافي کېږي.
اده دې وي چې شفقت محمود د روان کال په جون مياشت کې د روغتيايي ستونزو له امله د پاکستان د تحريک انصاف پنجاب له مشري استعفا کړې وه.

شفقت محمود د عمران خان په دوره کې د تعلیم او مسلکي روزنې وفاقي وزیر هم پاتې شوی دی.
دا خبره د یادونې ده چې څو میاشتې وړاندې پخواني وفاقي وزير شفقت محمود د تحريک انصاف (پي ټي آئي) پنجاب د چيئرمېنۍ نه استعفي ورکړې وه.

خپل ټويټ کښې شفقت محمود وئيلي وو چې د پي ټي آئي پنجاب صدر په حيث کار کول زما لپاره د اعزاز خبره ده او د چيئرمين عمران خان مننه کوم چې ماته دا موقع راکړه۔

هغه وويل، چې د ناروغۍ له امله نه شي کولى خپلې دندې ته دوام ورکړي.

د فساد ضد ادارې د پاکستان تحریک انصاف ښځینه مشې شیرین مزاري په ضد د فساد مقدمه خارجه کړې ده

Leave a reply