د پیښور عدالت پخوانۍ وزیراعظم ۲۰۰۰ دوه زره روپۍ جرمانه کړې دې
باغی ټي وي رپورټ
د پېښور ځايي محکمې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ته د تاوان په قضیه کې د نه حاضرېدو له کبله جریمه وکړه.
د پيښور ايډيشنل سيشن جج آفتاب اقبال د عمران خان خلاف د بدنامۍ مقدمې اورېدنه کړې ده۔
د درخواست کوونکي وکيل غفران الله شاه وويل چې درخواست کونکى او شاهدان په عدالت کې موجود دي خو د عمران خان په استازيتوب څوک عدالت ته حاضر نه شول.
عدالت په عمران خان دوه زره روپۍ جرمانه لګولې او د مقدمې اورېدنه يې تر 17 ستمبر پورې ځنډولې ده.
ياده دې وي چې فوزيه بي بي د ۲۰۱۸م کال د سېنېټ په ټاکنو کې د ووټونو خرڅولو په تور د ګوند غړيتوب معطل کړی وو او فوزيه بي بي د عمران خان په ضد د ۵۰ کروړه روپو د تاوان دعوه کړې وه.
نور خبرونه