د پاکستان تحریک انصاف د ۲۵ م میی مارچ په اړه د پنجاب حکومت د پلټنو کولو پریکړه کړې ده
باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب حکومت پرېکړه کړې چې د مې په ۲۵مه لانګ مارچ کې د تشدد د پېښو په اړه عدالتي پلټنه وکړي.
د پنجاب د کورنیو چارو وزیر هاشم ډوګر وايي، د عدالتي پلټنو غوښتنه به کوي، موږ نه غواړو چې له کوم پولیس سره ناوړه چلند وشي.
هغه وويل دپوليسو افسران دې په عدالتي پلټنو کې وويل شي چې دشکنجې امر چا کړى دى.
ياده دې وي چې په 25م مئ 2022م کې د پي ټي آئي د لانګ مارچ په مهال د پنجاب نه اسلام اباد ته تلونکې ټولې لارې بندې کړې شوې وې چې له امله يې لاهور د جګړې ميدان ګرځېدلی ؤ چې په ترڅ کې يې د پي ټي آئي ګڼ شمېر کارکنان هم نيول شوي وو.
نور خبرونه
د پیښور عدالت پخوانۍ وزیراعظم ۲۰۰۰ دوه زره روپۍ جرمانه کړې دې
د پاکستان تحریک انصاف پخوانۍ وزیر د زړه ناروغۍ له کبله په روغتون کښې بستر شوې دې