د کاروبار لومړۍ اونې، د پاکستان روپۍ په مقابله کښې امریکایی ډالر نور هم ګران شوې دې

باغی ټي وي رپورټ
د نوي کاروباري هفتې په لومړۍ ورځ انټربینک ایکسچینج مارکیټ کې د ډالر په مقابله کې د روپۍ نرخ ۶۴ پېسې زیات شوی دی.
انټربینک ایکسچینج مارکیټ کې نن د کاروبار په پای کې د یو امریکايي ډالر ارزښت 229 روپۍ 82 پېسې دی.
انټربینک کې د سپټمبر تر ۱۲مې نیټې پورې د ډالر په نرخ کې ۱۱ روپۍ ۷ پېسې زیاتوالی راغلی دی. بل خوا په ازاد بازار کې د ډالر بيه ٥٠ پيسې ٢٣٦ روپۍ ته لوړه شوې ده.
Interbank closing #ExchangeRate for todayhttps://t.co/V2nogjMqcl pic.twitter.com/yjpZbT1Cqa
— SBP (@StateBank_Pak) September 12, 2022
دا خبره د یادونې ده چې د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې (FPCCI) د روپۍ د ارزښت په راټیټیدو اندیښنه څرګنده کړې ده.
د FPCCI صدر عرفان شیخ تور لګولی چې د پالیسۍ مطابق پلانونو څخه کار نه اخیستل کیږي او بینکونه هم د قیاسونو په ذریعه ناجائز ګټه ترلاسه کوي.
هغه وويل، د اقتصاد پوهانو په اند د ډالر ارزښت تر ٢٠٠ کلدارو کم دى، د قیاسونو مخه نه شي نيولى، نو د ازادو پيسو پر ځاى بايد د کلدارو ارزښت فکس شي.
نور خبرونه
د پیښور عدالت پخوانۍ وزیراعظم ۲۰۰۰ دوه زره روپۍ جرمانه کړې دې
د پاکستان تحریک انصاف د ۲۵ م میی مارچ په اړه د پنجاب حکومت د پلټنو کولو پریکړه کړې ده
د پاکستان تحریک انصاف پخوانۍ وزیر د زړه ناروغۍ له کبله په روغتون کښې بستر شوې دې






