کراچۍ کښې دوه ډاکوان ځوانانو اووژل، ډاکوانو څخه چې کومې پیسې بچ شوې،هغه پیسې ولاړو ښاریانو تښتولي دي

0
92

باغی ټي وي رپورټ
د کراچۍ په کورنګي صنعتي سيمه کې د بانک نه بهر دوه ځوانانو د غلا هڅه ناکامه کړې او دوه شکمن کسان يې په خپلو تومانچو په ډزو وژلي او د مقابلې په مهال يې د ښاريانو خوندي شوې پيسې لوټلي دي.

د کورنګي د امنيه قوماندانۍ د اعلی سرقوماندانۍ فيصل بشير ميمن په وينا، دوه ځوانان چې ابرار او فيضان يې په کورنګي صنعتي سيمه کې له يوه شخصي بانک څخه د پنځوس زره کلدارو روپۍ راویستلو وروسته په موټرسايکل کور په لور روان وو، چې په لاره کې يې د دو ډاکوانو له لوري ودرول شول او د لوټلو هڅه يې وکړه.
دپوليسو وينا ده چې دغه مهال يو ځوان ابرار له ملزم څخه تومانچه اخيستې او په همغه تومانچه يې ډزې کړي چې له امله يې دواړه ملزمان وژل شوي دي.

د عيني شاهدانو په وينا، په دې وخت کې له بانک څخه ايستل شوې پيسې پر سړک وغورځېدې، يو شمېر ښاريانو چې دې مهال يې ننداره کوله، پيسې اخيستې او په مخه تښتیدلي دي.

د ایس ایس پي کورنګي وینا ده چې د خبر په ترلاسه کولو سره د عوامي کالونۍ پولیس د پېښې ځای ته رسېدلي، د دواړو وژل شویو ملزمانو هویت نه دی په ډاګه شوی خو د دواړو جسدونه جناح روغتون ته رسول شوي دي.

Leave a reply