سپریم کورټ کښې د التوا د قضیو شمیر له 54 زره 134 څخه 50 زره 265 ته راټیټ شوی دی: د پاکستان چیف جسټس ، عمر عطا بندیال

0
67

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان چيف جسټس عمر عطا بنديال وئيلي دي چې د پنجاب د وزيراعلي د انتخاب په معامله کښې د سپريم کورټ بار ايسوسي ايشن کردار جانبدارانه وو.

د نوي عدالتي کال په پيل کې د فل کورټ ريفرنس ته په خطاب کې چيف جسټس عمر عطا بنديال وويل کله چې ده چارج په غاړه اخستى نو د ارزانه او چټک عدالت د ورکولو، د مقدمو د التوا او د آټوميټ نوټس د اختياراتو استعمال هم ورسره مخامخ وو. خو دا ښه ده چې د التوا د قضیو شمیر له 54 زره 134 څخه 50 زره 265 ته راټیټ شوی دی.
ه ووئيل چې معزز ججانو خپلې رخصتۍ قربانې كړې او يوازې د جون نه تر سپټمبر پورې د 6458 قضيو فيصله كړې شوې٬ د التوا د مقدمو په شمېر كښې كمې سره د 10 كلنې زياتوالي رجحان ختم شو٬ په راتلونكو 6 مياشتو كښې به د قضيو شمیره ۴۵ زره پورې راوړي.

د پاکستان چیف جسټس ویلي د ججانو د تقررۍ په لړ کې د بار ایسوسی ایشنونو مرسته پکار ده.

هغه وويل، چې د نفوسو زياتوالى پر سرچينو دروند بار اچوي، د نفوسو د زياتوالي په اړه دوسيه به ډېر ژر واورول شي.
چيف جسټس عمر عطا بنديال وئيلي دي چې د٢٠٢٢م مارچ څخه دسياسي پيښو له امله سياسي مقدمې عدالتونو ته راغلې وې، دسپيکر قاسم سوري فيصله قاضيانو په نظر کې نيولې وه اؤ د٥ؤ ورځو اوريدنې وروستو دغه حکم غيرقانوني اعلان شوى ؤ هم درې ورځې ونیولې. ما وویل

ده ووئيل چې د دوست مزاري حكم د سياسي ګوندونو لخوا رد كړے شو خو د دې باوجود هم تحمل ښودلې شو٬ مونږ خبر يو چې هېواد له سخت اقتصادي بحران سره مخ دى خو قانون د ټولو لپاره برابر دى۔

Leave a reply