زما موآزنه د غلا نواز شریف او ترهګر الطاف حسین سره مه کوي: عمران خان
باغی ټي وي رپورټ
د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان د ترهګرۍ ضد عدالت کښې د حاضرېدو په موقع د خبريالانو د پوښتنو په ځواب کښې وويل ما د غله نواز شريف او ترهګر الطاف حسين سره مه پرتله کوه.
د تحریک انصاف چیرمین عمران خان د زنانه جج ته د ګواښونو په کیس کښې د ترهګرۍ ضد عدالت کښې وړاندې شو.
عدالت ته د حاضرېدو په موقع خبريالانو پوښتنه وکړه چې دا خبرونه څه دي؟د پخواني امريکايي سفارتکار سره ملاقات ؤ چې عمران خان ورته وويل چې نه پوهيږم څه خبر دي.
د نوازشريف او الطاف حسېن ترمېنځ د عمران خان د مائنس په اړه د پوښتنې په ځواب کې د تحريک انصاف چيئرمېن وويل چې نوازشريف په شان یو غل او الطاف حسېن له ترهګر سره دې زما پرتله و نه کړې شي.
خبریال ترې وپوښتل چې خان صاحب به نن څومره خطرناک وي؟ ددې په ځواب کښې عمران خان اوویل چې ‘ډیر او ډیر.
دا خبره مهمه ده او د یادونې ده چې نن د کورنیو چارو وفاقي وزیر رانا ثناالله په یو بیان کښې ویلي دي چې که عدالت د عمران خان ضمانت رد کړي، نو د هغه نیول قانوني اړتیا ده.
د جيو نيوز مارننګ شو جيو پاکستان سره په خبرو کې رانا ثناء الله وويل که عدالت د عمران خان ضمانت نه غځوي او يا يې د ضمانت امر بيرته اخلي نو د عمران خان نيول قانوني تقاضا ده.
نور خبرونه
د پي ټي آیی حکومت نسکورولو لپاره اپوزیشن خپل چارې بشپړ کړي دي : افتخار درااني
د پي ټي آیی حکومت نسکورولو لپاره اپوزیشن خپل چارې بشپړ کړي دي : افتخار درااني