د پي ټي آیی حکومت نسکورولو لپاره اپوزیشن خپل چارې بشپړ کړي دي : افتخار درااني
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مشر افتخار دراني وايي، اپوزیسیون په پنجاب کې د تحریک انصاف حکومت نسکورولو لپاره خپل کورنی کار بشپړ کړی دی.
شخصي ميډيا سره خبرو کښې افتخار دراني وويل په پنجاب کښې د پي ټي آئي حکومت نسکورولو سازش روان دے، زمونږ خلقو ته فونونه راځي او د پارټي پريښودو غوښتنه کيږي۔
ده ووئيل چې عمران خان ته هم د پنجاب حكومت ړنګولو لپاره د اپوزيسيون د هلو ځلو نه خبر كړے شوے دے۔
افتخار دراني وويل اپوزيشن دپنجاب حکومت نسکورولو لپاره خپل کورنى کار بشپړ کړى دى خو دعملي کولو هڅې روانې دي، مونږ به هغوي ته يو ځل بيا په سياسي ميدان کې ماتې ورکړو او حکومت به بيرته جوړ کړو.
ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې عمران خان هم په خپل يو بيان کې ويلي و چې د پنجاب حکومت د نسکورولو سازش روان دى او زمونږ غړي يې په زنګ وهلو ګواښل کېږي.
نور خبرونه
ترڅو چې پاکستان کښې نیب وی نو دا ملک نه شي چلیدې: شاهد خاقان عباسي