ترڅو چې پاکستان کښې نیب وی نو دا ملک نه شي چلیدې: شاهد خاقان عباسي
باغی ټي وي رپورټ
پخوانى وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وايي تر څو چې نېب وي دا هېواد نه شي چلېداى.
کراچۍ کښې د احتساب عدالت نه بهر ميډيا سره خبرو کښې شاهد خاقان عباسي اوويل چې نن څلورم کال دے چې د نيب مقدمه روانه ده او عدالت کښې ناست يو۔
ده ووئيل چې تر څو چې بې انصافي زياته وي هېواد نه شي چلېدلے، عمران نيازي او جاوېد اقبال له څلورو كالو راهسې په خلقو تورونه لګوي، چا چې د عدالتي نظام مشر وي نو د خپلو اثاثو ځواب به وركړي، تر څو چې نېب په دې هېواد كښې وي۔ تګ نشي کولی
د يوې پوښتنې په ځواب کې شاهد خاقان عباسي وويل زه په حکومت کې نه يم، دحکومتي ګوند برخه يم، دکوم کار برخه نه يم، زه دتوانايي له دوو وزيرانو سره کار کوم.
هغه وویل چې مفتاح اسماعیل په هیواد کې د تیلو د بیو د لوړیدو مسؤل نه دی او نه هم د مفتاح اسماعیل د کړنو مسؤل یم.
شاهد خاقان عباسي ویلي د پټرولیم لیوی باید ۵۰ روپۍ وي چې اوس ۳۵ روپۍ ده، د تیلو نرخونه دې ډی ریګول کړي چې نرخ یې د بازار له مخې ټاکل کیږي.