اسلام آباد های کورټ د پاکستان تحریک انصاف غړیو مرحله وار استعفی ګانو درخواست رد کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد هائي کورټ د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آئي) غړو د استعفی د مرحله وار منظورۍ خلاف درخواست رد کړ.
د اسلام اباد هائي کورټ د پي ټي آئي دورې د ډپټي سپيکر قاسم سوري د اسمبلۍ د 123 غړو د استعفاګانو د منلو حکم غير قانوني بللی دی.
د اورېدنې په مهال چيف جسټس اطهر من الله د پي ټي آئي وکيل ته ووئيل چې هر هغه غړي چې استعفي ورکړي هغه دې سپيکر ته په انفرادي توګه حاضر شي او تصديق دې وکړي نو مونږ ته به خپل سوچ بدل کړو.
چيف جسټس اطهر من الله وويل هر څوک دې د پارليمان احترام وکړي، عدالت به د قومي اسمبلۍ سپيکر ته امر نه کوي، تر څو چې د اسمبلۍ د غړو استعفاوې نه وي منل شوي، آيا په پارليمان کې د خلکو نمايندګي کول د دوی دنده نه ده؟ (الف) هر غړی چې استعفا کوي باید په انفرادي ډول د رییس په وړاندې حاضر شي او خپله استعفا تایید کړي.
د پي ټي ائي وکيل فيصل چوهدري وويل په 123 غړو کې يواځې د ۱۱ غړیو د خارجولو څه وجه جوړیدې شي.
محکمې ويلي چې سپيکر د قومي اسمبلۍ د 11 غړو د استعفا په اړه ځان مطمين کړی، عدالت د سپيکر د رضايت د معيار د کتلو واک نه لري، سپيکر ته د خپلو غړو په لېږلو کې دې هيڅ ډول عار نه وي.
فيصل چوهدري وويل مونږ په دې خفه يو چې ولې عدالت ته راغلي يو، موجوده سپيکر به زمونږ خبرې نۀ اوري.
فيصل چوهدري د اوريدنې لپاره د لوئر بينچ جوړولو غوښتنه کړې وه چې عدالت رد کړې وه.د اوريدنې په مهال د قامي اسمبلۍ د اوسني سپيکر راجه پرويز اشرف وکيل عرفان قادر وويل چې همدغه کس د مقابلې غوښتنه کوي. د ټي ټي آئي وکيل فيصل چوهدري وويل دا د پي ټي آئي فيصله ده چې څوک به له کوم ځايه انتخابات کوي.
نور خبرونه
اسلام آباد هایی کورټ له عمران خان څخه د ترهګرۍ په مقدمه کښې د پلټنو کولو امر ورکړې دې
د سیلابونو صورت حال، سندهه صوبه کښې دادو بیراج ته سیلابي اوبه رسیدلې دي





