اسلام آباد هایی کورټ له عمران خان څخه د ترهګرۍ په مقدمه کښې د پلټنو کولو امر ورکړې دې

0
96

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد هائي کورټ د ايډيشنل سيشن جج زيبا چوهدري ته د گواښونو په مقدمه کې پوليس د ترهگرۍ ضد عدالت ته د چالان وړاندې کولو نه منع کړی او د عمران خان نه يې د ترهګرۍ په مقدمه کې د پلټنې امر کړی دی .

د اسلام اباد هائي کورټ کې د پخواني وزيراعظم عمران خان لخوا د زنانه ايډيشنل سيشن جج زيبا چوهدري ته د گواښونو د مقدمې د لغوه کولو د درخواست اورېدنه وشوه.

د اسلام آباد هائي کورټ چيف جسټس اطهرمن الله او جسټس ثمين رفعت امتياز د کيس سماعت کړے دے۔
د عمران خان وکيل بيرسټر سلمان صفدر ويلي، پوليسو د عمران خان پر ضد د ترهګرۍ په مقدمه کې نوې دفعې شامل کړي دي.

چيف جسټس اطهرمن الله پوښتنه وکړه چې ايا پوليس د عمران خان خلاف چالان جمع کړې دې؟ په دې اړه د اسلام اباد اډوکېټ جنرل وويل چې د عمران خان په کېس کې شاملې پلټنې نه کېږي، پوليسو ته عمران خان ته لاسرسى نه ورکول کېږي.
چيف جسټس وويل په يونيفارم کې ولاړ پوليس افسر رياست دى، که دپوليسو څخه کومه خطا هم وشي نو عدالت به پرې فيصله کوي، دا هم يو ټيسټ کيس دى، قانون به پخپله کار کوي، هر څوک بايد ولري. په نظام باور، که دروغ وي، نو د تفتیش مامور باید په خپله پلټنه کې له منځه یوسي.
نور خبرونه

د پاکستان فوځ سرلښکر د پاکستان دفاع ورځ په اړه یو ځانګړې پیغام خپور کړې دې

پاکستاني روپۍ په مقابله کښې ډالر نور هم ګران شوې دې

اسلام آباد هایی کورټ د فواد چوهدري په ضد جمع شوې د عدالت د سپکاوي اپیل ناقابل سماعت ګرځولې او خارج کړې ی دې

Leave a reply