پاکستاني روپۍ په مقابله کښې ډالر نور هم ګران شوې دې

باغي ټي وي رپورټ
نن د انټربینک کاروبار په مهال د روپۍ په مقابل کې د ډالر په ارزښت کې د زیاتوالې لیدل شوې دې.
د سه شنبې په ورځ په انټربینک کې د امریکايي ډالر بیعه د یو روپۍ ۷۴ پیسو په مقابل کې ۲۲۱ روپۍ ۶۰ پیسو ته لوړه شوې ده.
د دوشنبې په ورځ په انټربینک مارکېټ کې د ډالر بیعه ۸۸ پېسې پورته شوه، دغه شان د یو ډالر نرخ په پاکستاني روپیو کښې ۲۱۹.۸۶ روپۍ باندې بند شو.
دا خبره د یادونې ده چې د روان مالي کال په لومړیو دوو میاشتو کې د هېواد د ټیکسټایل په صادراتو کې د تېر مالي کال د همدې مودې په پرتله ۳،۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د پاکستان د شمارياتو ادارې او سټيټ بينک لخوا جاري شوي شميرو ترمخه د جولائي څخه تر اګست مياشت پورې د ټیکسټایل صادراتو څخه هيواد ته 3.3 اربه ډالره بهرنۍ اسعار ترلاسه شوي چې دا د تير مالي کال د همدې مودې په پرتله 3.3 فيصده زيات دي.
د تېر مالي کال په همدې موده کې هېواد د نساجۍ له صادراتو څخه ۲.۹۳ میلیارده ډالره بهرنۍ اسعار ترلاسه کړي وو.
د ۲۰۲۲ کال په اګست میاشت کې د ټیکسټایل صادراتو اندازه ۱.۵۵ میلیارده ډالره وه چې د تېر کال په اګست میاشت کې د ۱.۴۶ میلیارد ډالرو په پرتله ۶ سلنه لوړه ده.






