اسلام آباد هایی کورټ د فواد چوهدري په ضد جمع شوې د عدالت د سپکاوي اپیل ناقابل سماعت ګرځولې او خارج کړې ی دې

0
206

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد هائي کورټ د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) مشر فواد چوهدري خلاف د عدليې ضد بيانونو په ضد د توهين عدالت درخواست ناقابل سماعت ګرځولې دې۔

د اسلام آباد هائي کورټ جسټس بابر ستار دا درخواست ناقابل سماعت ګرځولې دې۔

د درخواست کوونکي وکيل سليم الله خان په شخصي توګه عدالت ته حاضر شو، هغه وويل چې د فواد چوهدري د بيان نقل د درخواست سره تړلی دی، زه يې لوستل غواړم.
وکيل وويل چې فواد چوهدري وويل عمران خان ته دعدالت دتوهين په تور سزا ورکول ممکن نۀ دي، هغه يو مقبول ليډر دى، دفواد چوهدري بيان نۀ يواځې دکوم جج بلکې دچيف جسټس پشمول دټولې عدليې په ضد دى، دتوهين لامل دى. د فواد چوهدري په ضد دې د توهين عدالت اقدام وشي.

عدالت د درخواست کوونکي نه پوښتنه وکړه چې د توهين عدالت په اړه څه ډول کارروائي کولى شي؟
درخواست کوونکي وئيلي دي چې د فواد چوهدري په ضد دې د توهين عدالت کارروائي وشي.اسلام اباد هائيکورټ وئيلي دي چې په سياسي بيانونو کې په فيصله نيوکې کول دعدالت سپکاوى نۀ دى.
د اسلام اباد هائي کورټ دغه درخواست ناقابل سماعت ګرځولې دې۔
نور خبرونه

د پاکستان فوځ سرلښکر د پاکستان دفاع ورځ په اړه یو ځانګړې پیغام خپور کړې دې

سږ کال بارانونو او سیلابونو له وجهې د پنجاب حکومت زده کوونکو لپاره د نصاب کمولو پریکړه کړې ده

Leave a reply