د پي ټي ایی فارن فنډنګ کیس، د ټاکنو کمیشن پی ټي ایی ته د ځواب جمع کولو لپاره دوه نورې اونې نیټه ورکړې ده
باغی ټي وي رپورټ
اليکشن کميشن پاکستان تحريک انصاف ته د منع شوي فنډنګ کيس کښې د شوکاز نوټس ځواب جمع کولو لپاره دوه هفتې نور وخت ورکړے دے۔
اليکشن کميشن کښې د پي ټي آئي منع شوي فنډنګ کيس سماعت شوے د چيف اليکشن کميشنر سکندر سلطان راجا په مشرۍ کښې څلور کسيزه بينچ د کيس سماعت اوکړو۔
د پي ټي ائي وکيل شاه خاور اليکشن کميشن ته وړاندې شو، هغه وويل په تيره اوريدنه کې مونږ د ٤ؤ اوونيو مهلت غوښتى ؤ، پي ټي ائي دبهرنيو چيپټرو څخه معلومات غوښتي دي، ترلاسه کولو کې به وخت نيسي.
چيف اليکشن کميشنر وويل دوې هفتې تير شوي دي، د اليکشن کميشن غړي اوويل چې د دې مقدمې اورېدنه اته کاله تيره شوې وه۔
د پي ټي ائي وکيل شاه خاور وويل چې معلومات ډير مهم دي، کوم کسان چې پاکستاني مرستندويان دي د هغوي د نایکوپ او نورو اسنادو غوښتنه شوې ده.
اليکشن کميشن پي ټي آئي ته دوه هفتې نور وخت ورکړے دے، چيف اليکشن کميشنر دوي ته وئيلي دي چي اول دي خپل جوابونه جمع کړي تر څو راتلونکي سماعت باندي دلائل شروع شي۔
د مقدمې اورېدنه د ستمبر تر ۱۹مې نېټې پورې وځنډول شوه.
نور خبرونه
پاکستان تحریک انصاف فارن فنډنګ کیس، ایف آیی اې اسد قیصر را غوښتې دې
پیښور او ګیرچاپیره سیمو کښې د بارانونو پس د ډینګي مرض خپریدو خطره زیاته شوې ده
عمران خان د پاکستان څخه لیبیا،افغانستان او سوریا جوړول غواړي: د پاکستان خارجه چارو وزیر