عمران خان د پاکستان څخه لیبیا،افغانستان او سوریا جوړول غواړي: د پاکستان خارجه چارو وزیر

0
102

باغی ټي وي رپورټ
د پيپلز پارټۍ چيئرمېن او د بهرنيو چارو وزير بلاول بهټو زرداري د پاکستان د فوځ د اعلی سرقوماندانۍ په ضد د عمران خان د بيان غندنه کړې او ويلي يې دي چې عمران خان هڅه کوي چې پاکستان افغانستان، ليبيا او سوريه جوړ کړي.

په يو بيان کې بلاول وويل عمران خان بايد دپوځ او کمانډرانو په حب الوطنۍ دپوښتنې کولو څخه ډډه وکړي، يو ځل بيا ثابته کړه چې عمران خان داقتصادي، سياست اؤ ټولنيزې هماهنګۍ لپاره يو بې لارى ميزائيل دى.

بلاول وويل، د ادارو غړو ته د وطن دوستۍ او غدارۍ سندونه ورکول د دې انارشيست نښه ده، عمران خان هڅه کوي چې پاکستان افغانستان، ليبيا او سوريه جوړ کړي.

خارجه وزير وئيلي دي چې د پاکستان وطن پرست قوتونه به عمران خان ته په خپلو ناوړو عزائمو کښې کاميابېدو نه پرېږدي، وسله والو ځواکونو د هېواد دفاع لپاره بې مثاله قربانۍ ورکړي دي.

هغه وویل چې ولس د پاکستان د امنیت په تامین کې د وسله والو ځواکونو ترڅنګ ولاړ دی.
دا خبره د یادونې ده چې پرون په عوامي غونډه کښې عمران خان د پاکستان فوځ سرلښکر په اړه متنازعه بیان خپور کړې وو ، هغه ویلي وو چې نواز شریف او آصف زرداری غواړي په نومبر کښې د خپلې خوښې د پاکستان فوځ سرلښکر وټاکي، د عمران خان دې بیان په اړه بیله بیلو سیاسي او غیر سیاسي مشرانو غبرګونونه ښودلې وو او د پاکستان فوځ په اړه د عمران خان دې بیان ی په کلکو ټکو کښې غندنه کړې وه.
نور خبرونه

پیښور او ګیرچاپیره سیمو کښې د بارانونو پس د ډینګي مرض خپریدو خطره زیاته شوې ده

د پاکستان اولس مشر عمران خان ته مهمه مشوره ورکړې ده چې د خپل بیان وضاحت دې په خپله وکړي

Leave a reply