د پاکستان اولس مشر عمران خان ته مهمه مشوره ورکړې ده چې د خپل بیان وضاحت دې په خپله وکړي

0
87

باغی ټي وي رپورټ
صدر ډاكټر عارف علوي مشوره وركړې او وئيلي ئې دي چې عمران خان دې پخپله د دې بيان وضاحت وكړي چې د هغه د بيان مقصد څه وو۔
پيښور کښې خبريالانو سره د غيررسمي خبرو په مهال صدر عارف علوي وئيلي دي چې د موجوده حکومت پشمول ټول ارګانونه محب وطن دي، د هيچا په حب الوطنۍ شک نه شي کولی. عمران خان باید د خپل بیان په اړه پخپله وضاحت وکړي چې د هغه د بیان مقصد څه وو. ولسمشر د آډیو لیک په اړه وویل چې د آډیو ثبت کول خورا خطرناک دي.
هغه وویل چې د پخلاینې لپاره د پردې تر شا کار کوم، هڅه کوم چې د ښکېلو غاړو ترمنځ ناسم پوهاوی له منځه یوسم. د وزيراعظم شهباز شريف سره خبرې روانې دي، موجوده حکومت دوه بلونه منظور کړي دي. که پي ټي ائي د حکومت په کوم بل اعتراض وکړ نو هغه به بيرته واستوي. پخوا دې ګوند له وخته د ټاکنو غوښتنه کوله، اوس وايي چې باید وځنډول شي.
صدر عارف علوي زیاته کړې چې د آئي ایم ایف سره معاهدې سره به حالات ښه شي، ملک کې انفلاسیون زیات دی او قابو کول پکار دي. سېلابونو په ټول هېواد کې تباهي رامنځته کړې، جېکب آباد، سکهر، بدين او دادو سېلابونه کښې ډوب شوي دي. مرستندويه ادارې هم په پاکستان کې د سېلاب ځپلو سره مرستې کوي او پوره پوره هڅې کوي چې عام وګړو ته سهولتونو ورکړي او ددوی ستونزې کمې کړي.
نور خبرونه

د پاکستان ټاکنو کمیشن د پاکستان تحریک انصاف مشران په غونډه کښې د برخه اخستلو څخه منع کړي دي

عمران خان باید د خپلو شخصي ګټو لپاره ملي ګټو او ادارو سره لوبې و نه کړي: د پاکستان دفاع وزیر

عمران خان باید د خپلو شخصي ګټو لپاره ملي ګټو او ادارو سره لوبې و نه کړي: د پاکستان دفاع وزیر

Leave a reply