د پاکستان ټاکنو کمیشن د پاکستان تحریک انصاف مشران په غونډه کښې د برخه اخستلو څخه منع کړي دي

0
147

باغی ټي وي رپورټ
اليکشن کميشن د خيبرپښتونخوا وزيراعلي او وزيران د تحريک انصاف په غونډه کښې د ګډون نه منع کړي دي او ضلعي مانيټرنګ افسر حلقه اين اے 31 پيښور د بنديز په اړه نوټس جاري کړے دے۔
د قامي اسمبلۍ په نهو حلقو ضمني انتخابات د سپټمبر په ٢٥مه نېټه کېږي. الیکشن کمیشن د ضابطه اخلاق خلاف ورزۍ له وجی د خیبر پختونخوا وزیراعلی او نور صوبی وزیران په انتخابی کمپین کښی د ګډون نه منع کړی دی.
د اليکشن کميشن لخوا جاري شوي نوټس کښي وئيلي شوي دي چي صدر، وزيراعظم، ګورنران، وزيراعلي پشمول وزيران په انتخابي کمپاين کښي برخه نه شي اخستي۔ د ټاکنو کمېسیون خبرداری ورکړی، چې که د ټاکنو له اصولو سرغړونه وشي، قانوني چلند به ورسره وشي.

د يادونې وړ ده، چې د ولسي جرګې د ۹ څوکيو لپاره د تلې په ۲۵مه ټاکنې کېږي. د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان د قامي اسمبلۍ په ټولو 9 څوکيو باندې په ټاکنو کښې برخه اخلي
نور خبرونه

د عمران خان ایجنډا ته چې پاکستان بدنام او تباه کړي: وزیراعظم شهباز شریف

عمران خان باید د خپلو شخصي ګټو لپاره ملي ګټو او ادارو سره لوبې و نه کړي: د پاکستان دفاع وزیر

Leave a reply