عمران خان باید د خپلو شخصي ګټو لپاره ملي ګټو او ادارو سره لوبې و نه کړي: د پاکستان دفاع وزیر

0
106

باغی ټي وي رپورټ
د دفاع پخواني وزیر خواجه اصف ویلي، عمران خان د هېواد امنیت ته ګواښ دی.
اسلام اباد کې دخبرو په مهال ددفاع وفاقي وزير خواجه اصف وويل عمران خان په جلسه کې دپوځ سرلښکر په اړه غلط بيان کړى، په پاکستان کې دپوځ سرلښکر ټاکل شوي دي. د ځینو ادارو تقدس د پاکستان د امنیت لپاره دی، عمران خان باید د خپلو ګټو لپاره له هېواد سره لوبې ونه کړي.
خواجه اصف ویلي، عمران خان پرله پسې د هېواد په اقتصاد او دفاع بریدونه کوي، عمران خان په خپله دوره کې د هېواد اقتصاد ته زیان رسولی دی. د عمران خان په خلاف د کرپشن سکینډونه شته، د هغه د کورنۍ د غړو نومونه هم د کرپشن سکینډل کښې شامل دی.
خواجه اصف وويل، له هغه وخته چې مونږ اټومي ځواک شو، زموږ ګاونډي هېوادونه زمونږ دښمنان شول، هند له پيله زمونږ پر اقتصاد او دفاع بريدونه کوي او غواړي په دفاعي لحاظ کمزوري وښيي. عمران خان هم پرله پسې د هیواد په اقتصاد او دفاع باندې بریدونه کوي.
د دفاع وزير خواجه اصف زياته کړې، د بهاولپور جلسې کې د پوځ مشر په اړه د عمران خان ناسم بيان په پوځ کې پر لوړو څوکيو د سياسي کولو هڅه کوي، پاکستاني ځواکونه د پولو په ساتنه کې خپل ژوند قربانوي.

نور خبرونه

د ټاکنو کمیشن څخه سرغړونه، د پاکستان ټاکنو کمیشن د پنجاب درې صوبایی وزیرانو ته نوټس جاري کړې دې

د عمران خان ایجنډا ته چې پاکستان بدنام او تباه کړي: وزیراعظم شهباز شریف

Leave a reply