د ټاکنو کمیشن څخه سرغړونه، د پاکستان ټاکنو کمیشن د پنجاب درې صوبایی وزیرانو ته نوټس جاري کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
اليکشن کميشن د پي پي 139 شيخوپوره کښې د ضابطه اخلاق خلاف ورزي په تور د پنجاب دريو صوبائي وزيرانو ته نوټس جاري کړے دے۔
اليکشن کميشن د پنجاب د صحت وزيرې ياسمين راشد او دريو صوبائي وزيرانو ته د ضابطه اخلاق خلاف ورزي کولو نوټس جاري کړي او وضاحت ئي غوښتي دي۔
د اليکشن کميشن وياند ترمخه ضلعي مانيټرنګ افسر شيخوپوره د ضابطه اخلاق خلاف ورزي په تور دريو صوبائي وزيرانو ډاکټر ياسمين راشد، خرم شهزاد ورک او منور حسين منج ته نوټس جاري کړي دي۔
د وياند ترمخه دريو صوبائي وزيرانو د حلقه پي پي 139 شيخوپوره دوره کړې وه او انتخابي کمپائن کښې ئي برخه اخستي وه۔
د الېکشن کمېشن د وياند له مخې ضلعي مانيټرنګ افسر د دريو صوبو وزيران په اوومه ستمبر د وضاحت لپاره طلب کړي دي۔
نور خبرونه
د عمران خان ایجنډا ته چې پاکستان بدنام او تباه کړي: وزیراعظم شهباز شریف
د پاکستان فوځ هر سپاهي او ځوان ددې ملک سره مینه لري ، هغوي ټول پاکستان سره محبت کوي: آصف علی زرداري





