د پاکستان فوځ هر سپاهي او ځوان ددې ملک سره مینه لري ، هغوي ټول پاکستان سره محبت کوي: آصف علی زرداري

باغی ټي وي رپورټ
پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري وايي، زمونږ د فوځ دی و عام سرتیري څخه د فوځ تر جنرالانو پورې هر څوک وطنپال او وطن دوست دی او پاکستان سره ډیره زیاته مینه لري.
د عمران خان د پرونۍ وینا په غبرګون کې اصف علي زرداري وویل چې ټول ملت ویني چې د دې ولس فتنې څوک دي.
اصف زرداري زياته کړه چې عمران خان د هېواد د کمزوري کولو لپاره له کوم ځايه داسې تړون کړى دى چې زموږ په ژوند کې نه شي بشپړېداى، له لېفټيننټ څخه تر جنرال پورې هر څوک وفاداره او محب وطن دى.
پخواني ولسمشر وويل ټول ولس د سېلاب ځپلو سره ولاړ دی، ولس د سېلاب ځپلو سره د مرستې هڅه کوي او دا کس د جلسې جلسه کوي، په خيبر پښتونخوا او پنجاب کې يواځې وفاقي حکومت ښکاري، د خيبر پښتونخوا صوبائي حکومتونه پښتونخوا او پنجاب یوازې د غونډو په تیاریو بوخت دي.
ياده دې وي چې تيره ورځ په فيصل اباد کې يوې جلسې ته د وينا په مهال عمران خان وويل موجوده حکومت په څلورو مياشتو کې د ملک کشتۍ ډوبه کړې، هغوي يواځې د کرپشن د مقدمو ختمولو لپاره راغلي دي، د انتخاباتو نه د تېښتې هدف پوځ دی. د نومبر په میاشت کې د ول. مشر باید غوښتنه وکړي.
د عمران خان د څرګندونو په اړه د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف هم د پاکستان د تحريک انصاف پر مشر نيوکه کړې او ويلي يې دي، چې د عمران نيازي ناوړه اجنډا په ښکاره د پاکستان تباه کول او کمزوري کول دي، اوس هغه په مستقيم ډول پر وسله والو ځواکونو او د هغه پر مشرتابه بريدونه کوي او د پاکستان فوځ بدناموي کوم چې یو ناوړه کار دې او دا کار د پاکستان دښمن کوي.
نور خبرونه
که د کرکټ میدان دې او که د هیواد پرمختګ ، دې هیواد لپاره نواز شریف په کار راغلې دې: خواجه سعد رفیق
عمران خان به ډیر زر په اډیاله زندان کښې میلمه وي: د پی ډي ایم ویاند بیان






