آیا عمران خان غواړي چې د فوځ په ضد بیان ورکولو سره د فوځ حوصلې کمزوري کړي؟ چیف جسټس اسلام آباد هایی کورټ

0
84

باغي ټي وي رپورټ
د اسلام اباد هائيکورټ چيف جسټس جسټس اطهر من الله د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان د نيغ په نيغه وينا باندې د بنديز لګولو د پيمرا حکم په ضد د درخواست اورېدنې په مهال ريمارکس ورکړي دي چې آیا عمران خان د پاکستان فوځ په اړه بيان ورکولو سره د هغه حوصلې کمزورې کول غواړې؟

د عمران خان په مستقیمه وینا باندې د بندیز لګولو د پیمرا حکم خلاف د درخواست اورېدنه د اسلام آباد هائي کورټ چیف جسټس اطهرمن الله وکړه چې پکښې د عمران خان په استازیتوب بیرسټر علي ظفر عدالت ته حاضر شو.
د پيمرا وکيل عدالت ته وويل چې د شوکاز نوټس جاري کولو مقصد يواځې د وينا ځنډول وو، په دې اړه عدالت پوښتنه وکړه چې تاسو ولې د ځنډ پاليسۍ نه عملي کوئ.
د اسلام اباد هائيکورټ چيف جسټس جسټس اطهرمن الله ريمارکس کښې وئيلي دي چې ذمه وار خلک غير ذمه دارانه بيانونه کوي، تاسو د قانون مطابق عمل کوئ، عدالت به مداخلت نه کوي.

د پيمرا وکيل وويل زمونږ هدايات د کوم ځانګړي کس لپاره نه وو، په دې اړه عدالت وپوښتل چې آيا تاسو د دې محکمې د وروستي حکم سره موافق ياست؟
د اسلام اباد چيف جسټس د عمران خان له وکيل پوښتنه وکړه چې تاسو پرون د عمران خان وينا اورېدلې وه؟ ایا سیاسي رهبري همداسې کار کوي؟

جسټس اطهر من الله وويل پاکستاني ځواکونه زمونږ لپاره خپل ژوند قربانوي، که څوک غيرقانوني کار کوي نو هر څوک پرې نيوکې کوي، د څه کولو ذمه واري په غاړه اخلئ، هر څه چې غواړې هغه ووايه، ريګوليټر بايد تنظيم نه کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې له محکمو څخه د راحت تمه مه کوئ، دا د محکمې استحقاق دی، هر وګړی وطنپال دی، هیچا ته د سند د ورکولو واک نه شته .
دا خبره مهمه ده چې پرون عمران خان د فوځ سرلښکر په اړه هم یو لانجه من بیان ورکړې وو. عمران خان ویلي وو چې
چې اوسنی حکومت یوازې د دې لپاره واک ته رسېدلی چې د فساد دوسیې بندې کړي، په هېواد کې سیاسي ثبات یوازې له ټاکنو راځي او دوی له ټاکنو څخه په تېښته دي.
عمران خان ویلی وو چې دوی غواړي چې د نومبر په میاشت کې د خپلې خوښې دف فوځ سرلښکر وټاکي.

Leave a reply