عمران خان به ډیر زر په اډیاله زندان کښې میلمه وي: د پی ډي ایم ویاند بیان

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د ډیموکریټک غورځنګ (PDM) ویاند حافظ حمدالله وايي، عمران نیازی نه اسلامي عالم دی او نه سیاسي ساینس پوه، ډېر ژر به د اډیاله زندان مېلمانه وي.
نوموړي د تحريک انصاف مشر ته چيلنج وکړ او ويې ويل چې عمران نيازي وايي چې پاکستان کې 12 موسمونه دي، تاسو د دې موسمونو نومونه ووایاست.
بل لوري ته دپيپلز پارټۍ وياند فيصل کريم کوندي دعمران خان په خبرو خپل ردعمل څرګند کړى اؤ وئيلي يې دي چې دعمران خان لخوا شوي تړونونه تباهۍ راپاروي، عمران خان هم هغه تن دې چې د هنډي لپاره مارکیټنګ کوي.
ياده دې وي چې عمران خان تېره ورځ په فيصل اباد کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال ويلي و، چې د اى اېم اېف په وينا د هېواد د خراب اقتصادي وضعيت لامل حکومتي فساد دى، دا حکومت تر ټولو کمزورى حکومت دى.
ده وويل چې په څلورو مياشتو کې دغه وارداتي حکومت د هېواد کشتۍ ډوبه کړې، انفلاسيون يې اسمان ته ختلى او اقتصاد يې پر پښو درولى دى.
دا خبره هم همه ده چې پرون په عوامي غونډه کښې عمران خان د پاکستان فوځ سرلښکر د ټاکنې موضوع هم یاده کړې ده، چې له عام او سیاسي خلکو د بیلا بیلو غبرګونو سره مخامخ شوې ده. سیاسي او دفاعي کارپوهان وایی چې
عمراان خان باید د پاکستان فوځ سرلښکر موضوع په عام غونډو کښې و نه چیړي چې دا موضوع ډیره حساسه موضوع ده او ددې موضع څخه بیا داسې خبرې پیل شي چې د عام خلکو د سیاستدانانو ترمینځ بیان نښتې او اختلاف لامل جوړ شي.
نور خبرونه





