نن اسلام آباد او خیبر پښتونخوا کښې د زلزلې جهټکې محسوس شوي

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام آباد او پيښور پشمول د خېبرپښتونخوا مختلفو ښارونو کښې د زلزلې جړقونه محسوس شوي دي
د اسلام آباد او پيښور پشمول د خېبرپښتونخوا په مختلفو ښارونو کښې د زلزلې ټکانونه محسوس شوي، د زلزلې شدت 5.3 ريکارډ کړے شوے دے۔
د امریکايي کارپوهانو په وینا د زلزلې مرکز د اسلام اباد په ګډون په بېلابېلو ښارونو کې د افغانستان د هندوکش سیمه وه.
د امریکا د زلزلې مرکز د معلوماتو له مخې د دغې زلزلې شدت ۵.۳ ښودل شوی او ژوروالی یې ۱۰ کیلومتره ثبت شوی دی.
ياده دې وي چې د روان کال په جون مياشت کې د اسلام اباد، پيښور، ملتان، فيصل اباد او ايبټ اباد په ګډون په بيلا بيلو سيمو کې د زلزلې ټکانونه محسوس شوي وو.
د زلزلې مرکز د معلوماتو له مخې، د زلزلې شدت د رېختر په کچه پنځه اعشاريه پنځه ثبت شوى، چې مرکز يې هم افغانستان و او دغه سيمه د افغانستان، تاجکستان پولې ته څېرمه وه او د زلزلې ژوروالى په ٢١٨ کيلومترۍ کې ثبت شوى دى.






