پیښور او ګیرچاپیره سیمو کښې د بارانونو پس د ډینګي مرض خپریدو خطره زیاته شوې ده

باغی ټي وي رپورټ
د وروستيو بارانونو له وجې د پيښور ښار په څنډه او نورو ضلعو کښې د ډينګي ماشي او د ډینګي تبه د خپریدو خطره ده چرته چې د بارانونو او سيلابونو له وجې اوبه ولاړې دي ، په دې اوبو کښې د ډینګي ماشي د خپریدو خطره زیاته شوې ده، په ضلع خیبر کښې هم د ډینګي مریض ډیر زیات شوی دې او په جمرود،باړه او لنډیکوتل کښې ګنړ شمیر ماشومان او لوی د ډینګي مرض ښکار شوي دي.
په دې لړ کښې د صحت پوهانو وېره څرګنده کړې ده چې که چرې په ولاړو اوبو کښې د مچانو سپرے ونۀ کړل شي نو په هغې کښې د ډينګي لاروا پيدا کيدے شي چې په راتلونکي کښې د دغه خلقو لپاره ډير خطرناک ثابت شي او د ډينګي وائرس په بيلا بيلو سيمو کښې په تيزۍ سره خپريږي. د دغه صوبې په ضلعو کې د ويکټور کنټرول او ملاريا کنټرول پروګرام د درملنې لپاره پيسې نه لري، نو له همدې امله دا ځل د ډينګي له امله د لويې مرګ ژوبلې وېره شته.
>>>>
نور خبرونه
د پاکستان اولس مشر عمران خان ته مهمه مشوره ورکړې ده چې د خپل بیان وضاحت دې په خپله وکړي
د پاکستان اولس مشر عمران خان ته مهمه مشوره ورکړې ده چې د خپل بیان وضاحت دې په خپله وکړي






