د سیلابونو صورت حال، سندهه صوبه کښې دادو بیراج ته سیلابي اوبه رسیدلې دي
باغی ټي وي رپورټ
د دادو پشمول د سندهـ مختلفو سيمو کښي سيلابي ريلي د کوټري بيراج ته رسيدلي دي۔
په سندهـ سيند کې کوټري بيراج کې د لوړې کچې سيلاب روان دى، د فلډ کنټرول روم له مخې په کوټري بيراج کې د اوبو کچه په پرله پسې ډول لوړيږي، د کوټري بيراج په اپ سټريم کې د اوبو جريان شپږ لاکه څلور زره 147 کيوسک دي.
د فلډ کنټرول روم ترمخه د بيراج نه ډاؤن سټريم ته د اوبو اخستل 5 لاکه 84 زره 372 کيوسک دي، کوټري بيراج د تيرو 24 ساعتونو په مهال د اوبو په اخراج کښي 5 زره 100 کيوسک زياتوالے راغلے دے.
د سېلاب کنټرول خونه وايي، د منچر جهيل د اوبو کچه به هغه مهال لوړه شي، چې کوتري بيراج ته ورسېږي.
بل لوري ته منچھر جهيل کې د اوبو فشار کمولو لپاره په دوه نورو ځايونو کې بندونه لګول شوي، خو سيهون ښار او سعيد اباد ته خطر لا هم پروت دی.
د بلوچستان څخه د سیلابي اوبو راتلو له وجې د جوهي او میهړ په بندونو باندې د اوبو فشار له دوام لري.
له بلې خوا د بدین د پاران په ندۍ له شپږ ورځو وروسته یو ځل بیا په اوبو کې د اوبو سطحه لوړه شوې چې له امله یې تر ۳۰ زیاتو کلیو کې د اوبو کچه لوړه شوې ده.
نور خبرونه
سږ کال بارانونو او سیلابونو له وجهې د پنجاب حکومت زده کوونکو لپاره د نصاب کمولو پریکړه کړې ده
په سندهه صوبه کښې وړو ماشومانو ته هم د کورونا واکسین لګولو پریکړه شوې ده
د پاکستان فوځ سرلښکر د پاکستان دفاع ورځ په اړه یو ځانګړې پیغام خپور کړې دې