په سندهه صوبه کښې وړو ماشومانو ته هم د کورونا واکسین لګولو پریکړه شوې ده
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان په سندهه صوبه کښې خصوصي ښوونځيو رياست او د روغتيا رياست پرېکړه کړې، چې ځوانو زده کوونکو ته هم د کرونا واکسين ورکړي.
د سندهه د پرائيويټ ادارو ايډيشنل ډايريکټرې رفيعه جاويد وايي په سکولونو کې به د ۵ نه تر ۱۲ کالو پورې ماشومان واکسين شي.
د ايډيشنل ډائريکټر په وينا، د واکسيناسيون دغه کمپاين به په حيدراباد او کراچۍ کې ترسره کېږي او په لومړي پړاو کې به د سپټمبر له 19مې نېټې څخه تر 24مې نېټې پورې واکسينيشن ترسره کېږي.
ايډيشنل ډائريکټر رافعه جاويد هم ټولو پرائيويټ سکولونو ته لارښوونه کړې ده چي د زده کوونکو ويکسينيشن ترسره کړي۔
دا خبره د یادونې ده چې تیره میاشت امریکا له نړیوالې وبا سره د مبارزې لپاره پاکستان ته د کرونا واکسین ۹ میلیونه اضافي واکسین ورکولو پریکړه کړې وه.
د امریکا سفارت په وینا په ۲۷ اګست د کرونا واکسین د ۹ میلیونو اضافي ډوزونو راتګ پیل شو، د واکسینونو د استولو موخه له پاکستان سره په ګډه د کرونا سره د مبارزې لپاره کار کول دي.
نور خبرونه