په تیر ۲۴ ساعته کښې په هیواد کښې د سیلابونو له وجهې ۵۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړې دې

باغی ټي وي رپورټ
د مون سون بارانونو او سېلابونو په هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د قدرتي افتونو د انتظام ادارې (این ډي ایم اې) لخوا د جاري شوو مالوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په سندهه کې ۳۸ کسان مړه شوي، په خیبر پښتونخوا کې ۱۷ کسان وژل شوي او په کشمیر او بلوچستان کې د یو یو تن د مړینې خبر ورکړل شوی دی.
د NDMA له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۷ نورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې له دې سره په ټول هېواد کې د مړو شمېر ۱۲۶۵ ته رسېدلی او د ټپیانو شمېر ۷۶۸۳ ته رسېدلی دی.
د NDMA په وینا، د بارانونو او سیلابونو له امله په 24 ساعتونو کې 22 نارینه، 18 ښځې او 17 ماشومان مړه شوي دي.
د قدرتي افتونو د انتظام ادارې د صوبو د معلوماتو په خپرولو سره ویلي چې په سندهـ صوبه کې د بارانونو او سېلابونو له امله ۴۷۰ کسان مړه او ۷۲۰۴ نور ژوبل شوي دي، په خېبر پښتونخوا کې تر اوسه د مړو شمېر ۲۸۵ دی.
….
نور خبرونه
بلوچستان کښې د سیلابونو او بارانونو له امله د مړو شمیره ۲۵۷ ته رسیدلې دې
د پاکستان فوځ د هیلي کاپټر په وسیله په سیلاب ځپلو سیمو کښې فعال رول لوبوي






