د بلوچستان نصیر آباد سیلاب ځپلې سیمه کښې په ښځو څه تیریږي، په دې سیمه کښې د غم ډکې قیصې مخې ته راغلي دي

0
241

باغي ټي وي رپورټ
نه هسپتال شته، نه راشن، نه دارو درمل، که څه شته نو په دې سیمه کښې بې وسۍ او صرف بې وسۍ، د بلوچستان نصیرآباد ضلعې سېلابونو داسې ځپلې چې دلته هرڅه نړیدلي دی او د ښځو ستونزې د زغم حدڅخه تیرې شوي دي.

ځینې میندې له خپلو ناروغو ماشومانو سره په کوڅو کې ګرځي، ځینې امیندوارۍ انتظار باسي چې څوک یې روغتون ته ورسوي، کونډې یې تر دې هم بدترې دي، بېوزله د خوراکي توکو، سرپناه او درملو لپاره د دولتي ادارو مخې ته دیره شوي دي او په انتظامی دی چې دوی سره به مرستې وشي.
سېلاب چې نصيرآباد يې وران کړ، د اوبو ترڅنګ يې بې کوره، لوږه، تنده او ناروغۍ هم راوړې، هر لوري ته اوبه، خټې او د ډوب شوو او وژل شوو څارويو بدبويي خپره ده او ددې څخه رنځونه خپریدل پیل شوي دي .

یوه مېرمن غواړي اوستا محمد ته د خپلې ناروغې لور د درملنې لپاره لاړه شی خو د درملنې لپاره یې پیسې نه لري، په داسې حال کې چې د یو بلې نجلۍ پلار یو څه درمل راوړي، خو کافي نه دي. ځینې امیندواره میرمنې هم شته چې مخونه یې درد څرګندوي او له پورته څخه سیلاب د دوی کورونه ویجاړ کړي دي.
نور خبرونه

پخواني وزیرداخله او د عوامي مسلم لیګ مشر شیخ رشید مهمه وړاند وینا کړې ده

Leave a reply