د ډاکټرانو طبي شورا د ډاکټر شکریه مرموزه وژنه تائید کړه

0
153

د ډاکټرانو طبي شورا د ډاکټر شکریه مرموزه وژنه تائید کړه

له بلې خوا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکي وايي چې شکریه الکوزۍ د درېیو ښځو له خوا له خپل کور څخه تښتول شوې او تر اوسه د دې کار انګیزه نه ده معلومه.

د مېرمن الکوزۍ د کورنۍ غړو ویلي، چې هغې له هیچا سره شخصي دښمني نه درلوده او د هغې وژنه د دوی لپاره د پوښتنې وړ ده او په دې اړه یې د هر اړخیزې څېړنې غوښتنه کړې ده.

 

(2022 / 9 / 1  نېټه باغي ټلویزیون) ،

بشپړ راپور 

د مرموزو وژنو له زیاتوالي وروسته د افغانستان د طبي شورا د ۱۰۲ بستریز روغتون د نسايي ولادي څانګې د ډاکټرې شکریه الکوزۍ مړینه تایید کړه. په هغه پیغام کې چې د پنجشنبې په ورځ د سنبلې په ۱۰مه د افغانستان د طبي شورا له خوا خپره شوې، راغلي چې مېرمن الکوزۍ تېره اوونۍ د یوه ناروغ د درملنې لپاره  له کوره بهر ته تللې وه او له هغه وروسته یې جسد د کابل په ۱۵مه ناحیه کې وموندل شو.

له بلې خوا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکي وايي چې شکریه الکوزۍ د درېیو ښځو له خوا له خپل کور څخه تښتول شوې او تر اوسه د دې کار انګیزه نه ده معلومه.

اړوند موضوعات:

د ننگرهار یو مشهور دیني عالم تیره شپه کابل کې په مرموز ډول وژل شوی

د مېرمن الکوزۍ د کورنۍ غړو ویلي، چې هغې له هیچا سره شخصي دښمني نه درلوده او د هغې وژنه د دوی لپاره د پوښتنې وړ ده او په دې اړه یې د هر اړخیزې څېړنې غوښتنه کړې ده.

Leave a reply