د ننگرهار یو مشهور دیني عالم تیره شپه کابل کې په مرموز ډول وژل شوی

باختر اژانس ته ځایي سرچینې وایي چې یاد دیني عالم د ننگرهار ولایت خوگیاڼو ولسوالۍ اوسیدونکی وو او په مرکز جلال اباد نارنج باغ کې د یوې لوی دیني مدرسې دارالعلوم تعلیم القران والسنة مهتمم و.
(2022 / 7 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د باختر دولتي اژانس دخبر له مخې، مفتي سردار ولي تیره شپه په کابل کې ناپیژاندو وسلوالو په شهادت رسولی.
باختر اژانس ته ځایي سرچینې وایي چې یاد دیني عالم د ننگرهار ولایت خوگیاڼو ولسوالۍ اوسیدونکی وو او په مرکز جلال اباد نارنج باغ کې د یوې لوی دیني مدرسې دارالعلوم تعلیم القران والسنة مهتمم و.
نوموړی په یاد ولایت کې د اهل حدیثو د علماٶ له جملې څخه مشهور دیني عالم او په خلکو کې یې ډیر شهرت درلود.