د مالیزیا پوخواني لومړي وزیر میرمن په بډو اخستو تورنه شوې، عدالت ۱۰ کاله په بند محکومه کړې ده

0
63

باغی ټي وي رپورټ
د مالیزیا د پخواني لومړي وزیر نجیب رزاق مېرمن د بډو اخیستو په جرم په لس کاله بند محکومه شوه.

د مالیزیا پخوانۍ لومړۍ مېرمنې روسمه منصور د لمریزې برېښنا په یوه پروژه کې د ۴۳ میلیونه ډالرو د رشوت اخیستو په درې تورونو تورنه شوې ده.

د کوالالمپور سترې محکمې روسما منصور ته په لس کاله بند او د ۲۱۶ میلیونه ډالرو جریمې سزا اورولې ده.
دا پرېکړه وروسته له هغه کېږي چې د روسما منصور مېړه نجیب رزاق په دې وروستیو کې د فساد په قضیو کې په ۱۲ کاله بند محکوم شو.

خو محکمې د پخوانۍ لومړۍ مېرمنې په غوښتنه دا حکم هم صادر کړ، چې له مخې به یې رومسا منصور ژر تر ژره زندان ته نه لېږل کېږي او کولای شي د دې پرېکړې پر ضد په لوړو محکمو کې استیناف وکړي.

۷۰ کلنه روسما منصور د خپل میړه د واکمنۍ پر مهال د خپل د باشاهۍ ژوند تیرولو له کبله مشهوره شوه او کله چې پولیسو په ۲۰۱۸ کال کې د دې جوړې پر کور چاپه واچوله، د ۱،۶ میلیون ډالرو په ارزښت یې زیورات او نور توکي وموندل.
د محکمې لخوا د مجرم اعلانیدو په اړه، روسما منصور وویل، “زه اعتراف کوم چې زه د دې پریکړې په اړه ډیر خفه یم، هیچا هم زه نه یم لیدلې چې پیسې مې اخستي ، هیچا زه په پیسو شمارلو و نه لیدم، او دا پریکړه وشوه ، وس زه الله تعالی ته پریږدم.

رومانسه منصور په یوه بله قضیه کې د پیسو په ناقانونه توګه لیږلو په ګډون د فساد له ۱۷ تورونو سره مخامخ ده.
نور خبرونه

پخواني وزیرداخله او د عوامي مسلم لیګ مشر شیخ رشید مهمه وړاند وینا کړې ده

وزیراعظم شهبازشریف په ملک کښې د سولر انرژي څخه د بریښنا جوړولو د پریکړې عملی کولو منظوري ورکړې ده

Leave a reply