وزیراعظم شهبازشریف په ملک کښې د سولر انرژي څخه د بریښنا جوړولو د پریکړې عملی کولو منظوري ورکړې ده
باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د سولر انرجۍ نه د بجلۍ جوړولو د فيصلې د عملي کولو منظوري ورکړې ده۔
وزيراعظم د سولر انرجي په منصوبه په بيړني توګه د کار شروع کولو هدايات کړي او وئيلي ئي دي چي د قيمتي تيلو په ذريعه بجلي پيدا کولو نه علاوه د سولر انرجي نه بجلي پيدا کړے شي۔
د پاور ډویژن د ذرائعو ترمخه د سولر انرجی منصوبی لاندی به لس زره میګاواټه بجلئ د سولر انرجی نه پیدا کیږی او په اول مرحله کښی به سرکاری ودانی او ټیوب ویلونه په سولر سسټم بدلولی شی.
وزيراعظم د سولر پاور پلانټونو د زر جوړولو لار ښوونه وکړه او د راتلونكي اوړي تر پايه به خلكو ته د بجلۍ په رسولو كښې كافي رليف وركړې شي۔
د منصوبې لاندې به د کمو یونټ استعمالونکو کورنیو ته د سولر بریښنا ورکولې کیږي.
نور خبرونه
وزیراعظم شهباز شریف په سیلاب ځپلو سیمو کښې زده کوونکو ته لوی امدادي پیکج ورکولو پریکړه کړې ده