باغي ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د سېلاب ځپلو سيمو طالبعلمانو ته د مراعات ورکولو لوې پيکج ورکولو فيصله کړې ده۔
په دې لړ كښې د تعليم وفاقي وزير رانا تنوير حسېن په مشرۍ كښې يوه غونډه وشوه چې په مهال د اېچ ای سي چيئرمېن او د بېلا بېلو يونيورسټو وائس چانسلرانو پشمول د تعليم وزارت لوړ پوړو چارواكو ګډون وكړو په غونډه كښې د پېكج په تيارۍ خبرې وشوې۔
په غونډه كښې وئيلي شوي چې وزیراعظم د سېلاب ځپلو سيمو د زده كوونكو فيسونو معاف كولو او د انډر ګريجوئټ او ګريجوئټ زده كوونكو لپاره د تعلیمي وظیفو د وركړې فيصله كړې ده۔
وزيراعظم د متاثره سيمو د طالبعلمانو تعليمي راتلونکې خوندي کولو لپاره د پيکج تيارولو لارښوونه ورکړي او د تعليم وزارت او د لوړو زده کړو کميشن د پريکړې عملي کولو لپاره په ګډه کار شروع کړي دي۔
بل خوا په تعليمي ادارو کې د سېلاب ځپلو لپاره د چندې راټولولو کمپاين هم پيلولو پرېکړه شوې، چې له دې کمپاين نه علاوه به په زيانمنو سيمو کې خوراکي توکي، خيمې، طبي کمپونه او لنډمهاله ښوونځي هم جوړېږي.
نور خبرونه










Leave a Reply