وزیراعظم شهباز شریف د خیبر پښتونخوا سیلاب ځپلو سره د مرستې او ددوی کورونه بیا جوړولو لپاره د ۱۰ ملیارده روپې ورکولو اعلان کړې دې

0
96

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف هم د خيبرپښتونخوا سيلاب ځپلو سره د لس اربه روپو امداد اعلان کړے دے۔

د وزيراعظم د دفتر لخوا جاري شوي يو پېغام كښې وئيلي شوي دي چې د امريكې حكومت په پاكستان كښې د سېلاب ځپلو لپاره د مرستې په اعلان مننه كوي۔

د وزيراعظم لخوا جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې دا غميزه ډېره لويه ده چې په نتيجه كښې په لکونو خلک سخت متاثره شوي دي مونږ د نړۍ په ګوټ ګوټ كښې خپلو ملګرو ته ضرورت لرو چې د مصيبت ځپلو انسانيت مرسته وكړو۔
په سوات کې د سېلاب ځپلو سيمو دوره کولو په مهال ميډيا سره په خبرو کې وزيراعظم شهبازشريف اوويل چې ده ايف ډبليو او ته هدايات کړي دي چې په بيړنۍ توگه مات شوي سړکونه بحال کړي چې زه به يې تر خپل څار لاندې ترسره کوم.

شهباز شريف وويل د متاثرينو د مرستې دپاره ټول په ګډه کار کوي، ايف ډبليو او او اين ايچ اے د سړکونو په بيا بحالۍ کار کې بوخت دي، د سيلانيانو د ژغورنې دپاره د هيلي کاپټرو په ورکولو د آرمي چيف مننه کوو.
وزيراعظم وويل وفاقي حکومت اين ډي ايم اے ته 28 اربه روپۍ ورکړي دي اؤ هرې متاثره کورنۍ ته 25 زره روپۍ ورکول کيږي.
ده زياته کړه چې د سندهـ لپاره يې د ١٥ اربه روپو او بلوچستان لپاره د لس اربه روپو د مرستې اعلان کړى، د خيبر پښتونخوا لپاره يې هم د لس اربه روپو د مرستې اعلان کړى دى.
نور خبرونه

د عمران خان په څیر مشران باید ډیر فکر او سوچ وکړي، د ژبې وتلي ټکي واپس نه راځي،تمه مې لرله چې عمران خان ته به احساس شوې وي چې تیروتنه شوې ده: چیف جسټس، اسلام آباد هایی کورټ

Leave a reply