د عمران خان پخوانۍ میرمن جمایما ګولډ سمتهه د نړۍ څځه غوښتي چې د پاکستان سیلاب ځپلو سره د مرستو لپاره الخدمت فاونډیشن پاکستان سره مرستې وکړې

0
176

باغی ټي وي رپورټ
د عمران خان پخوانۍ مېرمنې جمائما ګولډ سمتهه په پاکستان کښې له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره الخدمت فاونډیشن ته د مرستو ورکولو غوښتنه کړې ده.
د وخت نه وړاندې او د اوسط نه پورته بارانونو د سندهـ نه تر خېبرپښتونخوا او شمالي سیمو کې تباهۍ کړې ده.

سېلابونو په پراخه کچه ځاني او مالي زيانونه اړولي دي، له ١١٥٠ څخه زيات کسان د سېلابونو اوبو لاندې کړي او په لکونو خلک بې کوره شوي دي، نږدې لس لکه څاروي وژل شوي او په ميليونونو جريبه فصلونه له منځه تللي دي.
د پاکستان د حکومت او نړیوالو ادارو ترڅنګ دوست هیوادونه او شخصي او بهرنۍ خیریه موسسې هم له سیلاب ځپلو سره مرستې کوي.

په داسې حال کې د پاکستان د تحریک انصاف د مشر عمران خان پخوانۍ مېرمنې جمیما ګولډ سمېت هم پر ټولنیزو رسنیو د پاکستان له سیلاب ځپلو سره د مرستې غوښتنه کړې ده.

جمائما په ټويټر کې ليکلي چې د سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره الخدمت سره مرسته وکړئ، الخدمت په ټولو سېلاب ځپلو سيمو کې د ژغورنې او مرستې کارونه کوي.
د عمران خان پخوانۍ مېرمنې د الخدمت لینک شریک کړی او د خیریه بانک اکاونټ نمبر یې هم شریک کړی دی.

د دې نه علاوه جمائمه ګولډسمتھ د سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره د خیبر پښتونخوا او پنجاب حکومت د امدادي فنډ د اکاونټ نمبرونه هم شریک کړل.
نور خبرونه

وزیراعظم شهباز شریف د خیبر پښتونخوا سیلاب ځپلو سره د مرستې او ددوی کورونه بیا جوړولو لپاره د ۱۰ ملیارده روپې ورکولو اعلان کړې دې

Leave a reply