د عمران خان په څیر مشران باید ډیر فکر او سوچ وکړي، د ژبې وتلي ټکي واپس نه راځي،تمه مې لرله چې عمران خان ته به احساس شوې وي چې تیروتنه شوې ده: چیف جسټس، اسلام آباد هایی کورټ
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان د اسلام اباد هائي کورټ ته د يوې ښځينه ججې ته د سپکاوي په مقدمه کې وړاندې شو.
اسلام آباد هائي کورټ د پي ټي آئي چيئرمېن د يوې زنانه جج ته د ګواښلو په اړه د توهين عدالت په مقدمه کې په شخصي توګه احضار کړی دی.
د اسلام آباد هائيکورټ چيف جسټس جسټس اطهر من الله په مشرۍ کښې پنځه کسيزه بنچ د توهين عدالت کيس سماعت کوي.
کله چې د عمران خان وکيل حامد خان روسټرم ته راغی نو د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس ريمارکس ورکړو چې هغه هم د عمران خان وکيل سره د دې عدالت اسسټنټ دی، تاسو د کوم ليکلي ځواب جمع کړی ؤ تمه نه وه.
دا محکمه له تاسو څخه تمه لري چې دلته د راتلو دمخه په قضایي باور رامینځته کړئ.
جسټس اطهر من الله وويل سياسي ګوند بايد دقانون او آئين په واکمنۍ باور ولري، په ليکلي ځواب زه پخپله خفه شوم، عمران خان زمونږ خبره واوريده او جوډيشل کمپلکس جوړيږي.
د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس زياته کړې چې د عمران خان ډیر زیات مینه وال دي، د عمران خان مشر بايد هرې خبرې ته پام وکړي، وخت بېرته نه راځي،ټکي کوم چې چې له ژبې راوځي هغه بېرته واپس نه راځي.
کله چې ايډوکېټ جنرل جهانګير جدون غوښتل چې په عدالت کې څه ووايي، نو عدالت يې مخه ونيوله او ويې ويل چې دا معامله دعدالت او عدليې ترمينځ ده.
تر دې وړاندې د عمران خان عدالت ته د حاضرېدو په موقع سخت امنیتي انتظامات شوي وو او د وکیلانو پرته بل چا ته د عدالت خونې ته د ننوتو اجازه نه وه.
د پي ټي آئي چيئرمېن قانوني مشاور بابر اعوان ته د امنيتي اهلکارو لخوا وئيل شوي وو چې د کوټې نه بهر لاړ شي خو هغه انکار وکړو.
خو وروسته د بابر اعوان زوی د محکمې له خونې بهر شو، چې بابر اعوان پخپله پورته شو او بهر لاړ.
نور خبرونه
د پاکستان تحریک انصاف مشر د چارسدې ۷۰ سلنه سیلاب ځپلي جعلي بللی دي
خیبر پښتونخوا سیلاب ځپلو سیمو کښې بیړنۍ حالت د ستمبر تر ۳۰ مې نیټې پورې غځول شوې دې